ایکناخبری آژانس الکحیل انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ،پوهاندو په همداوروستیو کې کشف کړې ده چې د سمندروو لاندې د خالصو اوبو ډيرې زیاتې اوبه د چینو په شکل کې موجودې دي چې تل په زیاتیدا دي او بهیږي.
ساينسدانانو د اوبی چینو اندازه کابو نیم میلیون مکعب کلومیټره ګڼي او دا اندازه له هغې اندازې ډيره زیاته ده چې انسان په تیرې یوې پيړۍ کې له مځکې راویستلې او استعمال کړې ده.
دغه خالصې اوبه دیخبندان د دوران لپاره د چمتووالی په دلیل ،یعنی په شل زره کلونو کې ئې دسمندرونو لاندې نفوذ کړی دی او بهیږي.
د آسټریلیائي پوهنتون (Flinders University )څیړاندو د خالصو اوبو زیرمې یا چینې څه دپاسه پنځه لکه مکعبکلومیټره ګڼي چې د اوبو دغه مقدار او اندازه د انسان ضرورت ترسلګونو کلونوپورې پوره کوي.
یو هغه انځور چې د ؛امریکانیچر ؛ نومې خپرونې څخه اخستل شوی دی ،د سمندر په تهه کې د مځکې دلایو د خوځیدا او لړزیدا څرنګوالی ښئ چې د سمندر په لاندینیو برخو کې د رامینځة شوو سوړو یا سوریوله لارې دومره ډيرې اوبه څرنګه نفوذ کوي او بهیږي.
اوس دلته یوه پوښتنه باقي پاتیکیږي،چې ، خالصې اوبه څرنګه د سمندرونو تر زرګونو میټرو لاندې پورې نفوذ کوي او هلته د څه دپاسه شل زره کلونو لپاره باقي پاتیکیږي؟ دغه عجیبه ښکارنده،د خداوندمتعال په یوه قول کې په ډير ښکلي انداز سره په یوې اشارې کې بیان کړې ده او د الحجر سورې په ۲۲آیت کې فرمائي؛ «وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ: مونږ هوا د تلقیح لپاره(یعنی وریئځ مو له یوې بلې سره یوځاي کړې اوورباندې تر باؤر حده مو برابرې کړي) ولیږلې، او له آبی آسمانه مو نازلې کړې چې تاسو مو ورسره ماړه کړئ.په داسې حال کې چې تاسو د هغو(اوبو) د ساتلو اوزیرمه کولو توانمنئ نه درلودې:::
دغه آيت ټينګار کوي،هغه اوبه چې خداي تعالی ئې له آسمانه نازولي خالص اوصفا چې زیرمه کول ئې په ډيرې پیچلې رودې سره ترسره کیږيو چې انسان ئې له تقلیده عاجز او بې وسه دی.
په حقیقت کې چا د اسلام ګران پیغمبر(ص) د سمندرونو په لاندینیو برخو کې د دومره ډيرو زیاتو اوبو له زیرمه کولو خبر کړی دی ؟ بې شکه چې د ا هماغه خداوندمتعال دی چې د نحل سورې په ۸۹آیت کې فرمائي ؛ «وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ: مونږدغه کتاب(آسماني)پر تا نازل کړ چې هرڅه بیانونکی دی اود مسلمانانو لپاره د هدایت،رحمت او ځيري بیانونکی دی.