
ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د قم د کلتوری،اجتماعی اوزیارتی چارو مرستیال مشر ابوالقاسم مقیمی د حضرت امام مهدی عج د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په جمکران جومات کې د څه دپاسه ۳ میلیون زایرینو ګډون خبر ورکړ.
حضرت امام مهدي (عج) د ۲۵۵ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په ۱۵مه په سامرا کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلار يې حضرت امام حسن عسکري (ع) او مور يې " بی بی نرجس خاتون" ده.
![]()
د عراق، افغانستان، پاکستان، لبنان ، ارمنستان، قرغیزستان، مالیزیا، ترکیې، سوریې او ارجنټاین په ګډون د بېلابېلو هېوادونو په میلیویونونو خلکو د شعبان ۱۵مې په مراسمو کې ګډون وکړ. په دغه مراسمو کې ویناوالو وویل چې امام مهدي (عج) د بشریت ژغورونکی دی، چې په نړۍ کې سوله او عدالت راولي.
![]()
د نذرونو او خیراتونو په ورکولو او په شمعې او څراغونو سره د کورونو سینګارول د شعبان ۱۵مې نمانځلو لپاره د نړۍ د خلکو له دودونو څخه دي.
د يادولو ده چې هر کال د نړۍ مسلمانان په خپلو ښارونو کې د حضرت امام مهدي منتظر (عج) دنیکمرغه زوکړې کليزه په پرتمین ډول لمانځي .
![]()
![]()
![]()
![]()