IQNA

په عربستان کې د عالمانو لپاره له هجرت پرته بله لاره نه ده پاتې

5:50 - March 11, 2023
د خبر لمبر: 3487013
ایکنا-(تهران)د سعودي عربستان یوه روحاني چې په همدا وروستیو کې ئې ترتعقیب لاندې د راتلو په دلیل ،خپل هیواد پریښودلی ،د سعودي عالمان ئې هڅولي څو  له  هغه سره یو ځاي شي اوا له عربستانه هجرت وکړي.

ایکنا خبری آژانس   د عربی ۲۱ له قوله  راپور راکړ، د سعودي عربستان یو روحاني او په دمام کې د ملک عبدالعزیز جومات پخوانی امام او خطیب تعماد المبیض له خپل هیواده د وتلو دعلت  او انګلستان ته دپناه وړلو په باب یو لړ توضیحات وړاندې کړل.

هغه پخپل ویډیوئي پیغام کې ووئيل، توانیدلی دی عربستان سره خداي په اماني وکړيځکه پر هغه ټوله دروازې بندې کړئ شوي وې.

المبیض زیاته کړه ،خداوندمتعال  عالمانو ته ددې چارې سپارښتنه کړې ده.امید مو درلودتر څو چې په خلکو په منبر وم ویناوې وکړم،خوکه  دغه حالاتو ته  مو دوام ورکړی وائ، نو هغه څه چې د عالمانو ،اعظانو  او نصیحت کونکو په سر د ناعادلانه  محاکمو،زندانونو اوبدچلندونو په اړه راغلی د ما پر سر به هم راغلي وائ.نو ځکه مو غوره وګڼله څو له دغه ټاټوبی هجرت وکړم.

 دسعودي عربستان دغه روحاني  ددغه هیواد له عالمانو او واعظانو وغوښتل څو د هغه په څير عمل وکړي   اوعربستان څخه هجرت وکړي. که د هیود په دا خل کې د حقیقت توضیح نه شي ورکولی  او زه پوهیږم چې  له هغو منکراتو څخه چې  ئې وینئ  او د هغو په باب کوم اقدام نشئ کولئ، او خپه یاست  او که حق نشئ بیانولئ ،نو له هجرت پرته او د نبیانو، اصحابو اوصالحانو په رودې  له عمل کولو پرته بله لاره نشته.

https://iqna.ir/fa/news/4127204/%D8%

captcha