IQNA

قرآني سورې/66

د خدای په لور د ستنیدا تر تولو ښه او بشپړ لار

6:23 - March 12, 2023
د خبر لمبر: 3487021
ایکنا-(تهران)انسان له ډيرو ګناهانو سره مخ شوی دی .داسې ګناهانې چې له خداوندمتعال او معنویّت څخه د انسان د لیریکیدا سبب شوي دي.دهمدې موضوع په واسطې سره انسان دسرګردانۍ او دخپل هدف له بې درکه کیدا سره مخ کیږي او نجات او ژغورنې ته د رسیدا یوازینۍ لاره دخداي وآخوا ته  ستنیدل دي.

د قرآن کریم شپږشپیتمه سوره ؛تحریم ؛نومیږي.دغه سوره په دولسو آیتونو سره  د قرآن کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع ده . دغه سوره چې مدني سوره  ده ،دنزول په تربیب کې یوسل  اتمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پيغمبر(ص) نازله شوې ده.

د سورې نامه له لومړي آیت څخه اخستل شوې ده چې د خپلو میرمنو درضایّت په خاطر د ځان لپاره د حلالود منع کیدا ل په اړه په پیغمبر (ص)سوګند او قسم ته اشاره  کوي.

تحریم سوره د پيغمبر اکرم په رټلو سره  پیلیږي، چې ولې د خپلو میرمنو د رضایت لپاره  هغه څه چې پر هغه خداي حلال کړي دي ،حرام کوي.

بیا خداوندمتعال مومنانو ته خطاب کوي ،چې  د خپل  او دخپلې کورنۍ ژوند دې د اور یا جهنم له عذابه وساتي  او پوهه دې شي چې  هغو کارونو ته په پام سره  چې په دنیا کې ئې ترسره کړي دي،جایزه ترلاسه کوي. له بل پلوه ګناهګاران  توبه کولو او دخدای وآخوا ته  ستنیدا ته هڅوي.

په دغې سورې ې ترټولو ښه توبه ؛توبه نصوح ؛ بلل شوې ده؛ یوه بشپړ او کامله توبه اودګنا په لور له بیرته ستنیدا پرته توبه.د ؛توبه نصوح ؛اصطلاح، د قرآن کریم یوازې په دغې سورې کې راغلې ده ،داسې اصطلاح ده چې په اسلامی کلتور کې ځانګړی ځای لري.

؛نصوح؛ د هغه ترټولو ښه کار لپاره د هڅې په معنا ده چې د  انسان د مصلحتونو او ګټو تامینونکی دی او یا داخلاص په معنا دی او په اساس توبه نصوح  هغه توبه ده چې  خاوند یا  کونکی ئې د ګناه په لور له ستنیدا منع کوي ، او یا داسې توبه چې بنده  له ګناه پاکوی او په نتیجې کې نوره  هغه عمل ته چې ورڅخه ئې توبه کړې ده ،بیرته ستون نشي.

په دغو آیتونو کې د نوح ماندینه او د لوط ماندینه مثالونه دي ،یعني دوې ناپاکې ماندینې له  دوو پاکو خاوندانو سره ښائي  او د فرعون ماندینه   له یوه کافر خاوند سره دمومنې میرمنې  مثال مطرح کړی، او په نهایت کې  له خاوند پرته د مومنې میرمنې(حضرت مریم) مثال ئې راوړی دی.داسې ښکاري  دغه مثالونه  ددې مسئلې لپاره ورکړل شوي دي  چې  مومنان له هغو ناسمو کارونو  چې ممکنه ده د پیغمبرانو له ماندینو ترسره شي، نو حیران دې نشي. همداراز  دې نتیجې ته رسیدلی شو  چې دکورنۍ اړیکې د انسان د ژغورنې او خوشبختۍ سبب نشي  کیدلی؛ یا  دخپلو دنیوي  غوښتنو ته درسیدا لپاره د انسان د آزاد شونې سبب نه کیږي. هماغه شان چې د پيغمبر همسر شونه ونه توانیدله د حضرنوح اوحضرت لوط ماندینو ته نجات ورکړي او او  په مقابل کې ،د فرعون ماندینه د یوه پاک ذات او شخصیّت په واسطې سره نیکمرغۍ او نجات ته ورسیده او حضرت مریم(ع) له خاوند پرته دخپل پاک ذات او ایمان په وسیله  یوه لوړ مقام ته ورسیده   او د ایماندارو لپاره یو مثال شوه.

captcha