ایکنا د الاتحاد ورځپاڼې د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،په ملګروملتو کې د متحده عربی اماراتو ددایمی استازي مرستیالې میرمن امیره الحفیتی ، له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت دیوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل، د قرآن کریم د بې حرمتي په څير وروستۍ پیښې له مسلمانانو څخه د کرکې اونفرت او تعصب سره دمقابلې او د لازیات دوقطبي شوې څخه دډډغه کولو ضرورت تائيدوي، ځکه چې نړۍ له زیاتو مشترکو چیلنجونو سره مخ ده .
هغې ووئيل، چې دغه ناخوښ عملونه کومې شخصي یا جلاپیښې نه دي ،بلکې یو ډول له اسلامه ویرونه یا اسلام فوبیا ده چې هماغه شان په درستې نړۍ کې پراخیږي او د مسلمانانو پر ژوند ډيرې منفي اغیزې شیندي.
میرمن الحفیفي دې ته په اشارې سره چې دبیان د آزادۍ په چوکاټ کې د اسلام فویا د پراختیا اجازت په بشپړ ډول نه منلو وړ دی ووئيل؛ د امنیت شورا ټولو هیوادونو په یوه خوله له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې نړیواله ورځ د یوه نړیوال ګواښ به توګه اعلان کړې چې نړیواله ټولنه ددې سپير بلا ردولو ته اړتیا لري.