IQNA

په پاکستان کې د قرآن د سپکاوي کونکي لپاره دعمر بند سزا ټاکل شوې

6:21 - March 18, 2023
د خبر لمبر: 3487049
ایکنا-(تهران)دپاکستان حکومت اعلان کړی دی چې د قرآن کریم د نسخې یا د سپارې  په باب قصدا هر ډول بې حرمتي او سپکاوی به عمري بند سزا ولري.

ایکنا د ټریبیون له قوله راپور  راکړ، دپاکستان حکومت ددغه هیواد له مطبوعاتو او خپرونو یامجلو  خپرونکو څخه غوښتي دي،څود قرآن کریم حرمت دې په بشپړ ډول رعایت کړي،دوی وئيلي دي،چې د قرآن کریم نسختې یا کومې برخې ته ئې قصدا بې احترامي کول به دعمر بند سزا ولري.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسندوئي برخې وزارت د چارشنبې په ورځې خپرندویو ته  په یوه لیک کې وئيلی دي ، چې د قرآن کریم آیتونه  او دهغو ترجمې ،په ورځپاڼو کې کله له  له بې احترامۍ سره مخ کیږی، چې  ډيره دافسوس  خبره ده او د قرآن کریم د سپکاوي کونکو جرمنونو په باب  له موجوده قوانینو سره په توپير کې ده. په دغه لیک کې د  پاکستان د سزاګانو د قانون پنځلسم سپرکي د لسمې مادې  ۲۹۵ ب په استناد سره  راغلی دی؛ هرڅوک قصدا  د قرآن کریم  د نسخې یا ئې  ددغه آسماني کتاب له خپریدا وروسته  د کومې برخې بې حرمتي وکړي، او یا د قرآن کریم څخه په یوډول سپکاوي  او یا ددغیر قانوني موخو لپاره ورڅخه استفاده وکړي، په عمری بند به محکوم شي.

دغه وزارت همداراز د اسلامی عقیدتي شورا څخه هم غوښتي دي څو د قرآن  کریم  او نبوي حدیثونو،د مبارکو نامو او د مقدسو ځایونو دعکسونود عزت او احترام د ساتلو په باب دې دستورالعملونه  په خپرونو کې صادر کړي.

همداراز د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ټولو خپرندویو ته حکم صادر کړی څو په ورځپاڼو او خپرونو کې دې د مقدسو متنونونو او مطلبونو د احترام  د ساتلو په باب هم ډاډ ترلاسه کړي.

په دې لړ کې د پاکستان مطبوعاتي  اطلاعاتو ادارې (پي آئي ډي) د پاکستان  دعمومي مطبوعاتو له ټونلې (اې پي این ایس) د پاکستان د مطبوعاتو د مسئول چلونکو(سی پي این اي) او د پاکستان د ریډیو او ټيلییویژن د ټولنې  له  استازو سره غونډې ترسره کړي،څودرستې رسندوئې ددغې موضوع په باب  خبرې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4128547

 

captcha