ایکنا د CAIR له قوله راپور راکړ، ددغه جومات د مخ کتنې دستورې چې محمود یارو (Yarrow Mamout) نومیږي،د جارج ټاؤن پوهنتون په انګڼ کې ترسره شوه او په دغو دستورو کې د واشنګټن ډی سي ښآر د شورا غړو هم شتون درلود.
دغه جوماتد یوه افریقائي مسلمان ټيکدار او د واشنګټن ډی سی په جارج ټاؤن کې د یوې ودانۍ مالک محمود یارو په نامې سره نومول شوی دی.
محمود یارو(1736- 1823 )یو پخوانی میریه او غلام او د واشنګټن ډی سی په جارج ټاؤن کې د یوې ودانۍ مالک ؤ. دهغه غوره شهرت دا ؤ چې له ۴۴ کلونو غلامئ وروسته په 1796کال کې آزاد شو. له دې وروسته محمود یارو په دوه سوه ډالره غونډ کړل او د جار] ټاؤن په کلمبیا بانک کې یو لومړنی پانګوال شو. هغه یو مسلمان مومن ؤ . په منظم ډول به ئې لمونځ ادا کاوه او د خنځير دغوښې نه خوړلو، اوله شرابو د ډډهکولو په څير نورو دیني تعلیماتو ته ډير پابنده ؤ.
جارج ټاؤن پوهنتون(Georgetown University) په واشنګټن ډی سي کې په جارج ټاؤن کوڅې کې یو څيړنیز او خصوصي کالج دی چې د جان کارل په وسیله په 1789 کال کې د جارج ټاؤن کالج په نامې سره تاسیس شو او په امریکا کې د کاتولیکانو ترټولو لوړه پخوانۍ تعلیمي موسیسه ده. له دې سره سره ، ددغه پوهنتون محصیلین دمګړئ مسلمانان او څه دپاسه پنځه زره محصیلین په دغه پوهنتون کې په تعلیم بوخت دي.