ایکنا د اباؤت اسلام خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا د جشنونو په پيلیدا سره په درستې نړۍ کې د ؛رمضان مبارک؛په عنوان سره تابلوګانې او رنګین فانوسونه ترسترګو کیږي.
د کینیډا په انتاریو ولایت کې په لندن ښار کې مسلمانو کورنیو په لندن میوزیم کې د ماشومانو د یوه روزونکي ورکشاپ په ترسره کولو سره هڅه کړې ده،د روژې د مبارکې میاشتې سنتونه خپل نوی نسل ته منتقل کړي.
په دغه ورکشاپ کې ،ماشومانو ،له کاغذونو څخه په استفادې سره ښکلي فانوسونه جوړ کړل څو پخپلو کورونو کې ځوړند کړي . له هغو ډيرو یاد کړه چې خپلې نامې په عربی ژبه څرنګه ولیکي.
ډالیا التورک چې ددغه ورکشاپ مسئولیّت ئې په غاړه درلود، ووئيل، زیاتره فانوسونه،د روژې دمبارکې میاشتې سمبول او د جشن د بيلیدا لپاره یوه لاره ده . دغه ورکشاپ پر ښکلاؤ سربیره ، بچیانو ته یو فرصت هم ورپه برخه کړڅو د روژې دمبارکې میاشتې د روژو په باب چې له نن پنجشنبې ورځې پيل شوې ،هم لازیات اطلاعات ترلاسه کړي.
التورک ووئيلو رمضان المبارک یوازې له خوراک څښاک څځه ډډه کول نه وي،بلکې تاسو پر نورو هم فکر کوئ او دا هغه وخت دی چې باید عبادت وکړو اود خداي تعالی منندوي شو .د روژې مبارکه میاشت د بخښنې ،دنورو درک کونې او د زغم اوصبر میاشت ده.
هغه په دوام کې ووئيل،ددغه ورکشاپ په څير روزنیز ورکشاپونه واقعا مسلمانو وطندارو ته دا امکان ورپه برخه کوي ،چې له یوه بل سره ارتباط ټينګ کړي او په رمضان المبارک میاشت کې لازیات خوشاله ووسي. کله کله هیرووچې اصلي موضوع دا ده . پر دې اساس احساس کوم چې سره غونډيدل او ددغې پاکې او مقدسې میاشتې په باب خبرو کول،مونږ ددغې لويې او سپيڅلی میاشتې د جشن لمانځنې او دعبادت لپاره تیاروي.