ایکنا راپور راکوي، دصنعاء جامع جومات د روژې په مبارکې میاشتېک ې یوه خاصه اوله معنویّت ولولې ډکه فضا لري او په بله معنا،د روژې مبارکه میاشت په دغې اسلامی لرغوني ودانۍ کې یو خاص ډول ولوله او پرتم لري.
د روژې په مبارکې میاشتې کې روژتیان دصنعاء په جامع جومات کې عبادت ، د قرآڼ کریم د تلاؤت او ددیني علومود زده کونې دستورې ترسره کوي اودا پر هغو جشنونو سربیره دي چې په درستې رمضان المبارک میاشتې کې د مختلفو دیني مناسبتونو په اړه ترسره کیږي.
په روژې مبارکې میاشتې کې ددغه جامع جومات فضا،په یمن کې دنورو جوماتونو په نسبت مختلفه ده او دروازې ئې له سهار وختي راهسې تر شپې پورې د لمانځه،د قرآڼ کریم د قرآئت او د روزنیزو کلاسونو لپاره خلاصې دي. دغه جومات په روژې میاشتې کې د قرآن کریم د ختم لپاره د سړیو اوښځو او د شیخانو ترمنیځ د سالیو شاهد هم دی.
د صنعاء جامع جومات په یمن کې لومړنۍ جوړ شوی او له قبا جومات او مسجد النبي څخه وروسته د اسلام په سرکینیو وختونو کې دریم جوړ شوی جومات دی چې د رسول الله بزرګوار (ص) په حکم سره جوړ شوی او له همدې امله د یمن والو په جوماتونو کې له خاص ځائيګي برخمن دی .
دغه جومات څلور هالونه لري چې په مینځ کې ئې یو لوي انګڼ یا حیاط دی او جنوبی هال د جومات دوې اصلی مینارې هم لري.
د صنعا جامع جومات د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې یو علمي لرغونی پوهنتون هم شمیرل کیږي او ډيری عالمانو په دغه پوهنتون کې زده کړې کړي دي او په مختلفو علومو او هنرونو کې ځلیدلي دي.