IQNA

د اسرائيلو د زوال تخم د دوي په باطن کې کرل شوی دی

5:44 - March 28, 2023
د خبر لمبر: 3487101
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم د   یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ» د آیت په ذکر کولو سره په قرآن کریم کې د دبنی نضیر د یهودیانو دنابودۍ بهیر کیسې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،د خداوندمتعال په غوښتې سره  د اسرائيلو  موقته رژيم  مخ په زوال دی .

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  د مشر مرستیال د صهیونیسټانو د داخلی بحران په سختیدا او د  نیواکي ټاټوبو  بدلونونو په غبرګون کې  ووئيل، نیواکګر رژيم  له باطن او داخله  په دړې وړې کیدا دی .

صهیونیسټي رژيم  د دغه رژيم د افراطي لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د کابینې په جنجالی اقداماتو  او قضائي اصلاحاتو پسې په داخلی اختلافاتو کې ډوب شوی  او دغه اختلافات اوس د نتن یاهو  په لاس د جنګ د وزیر په څنګةکیدا پسې اوج ته رسیدلي او  عموي کاربندیزونو هم درست نیواکي ټاټوبی راګیر کړي دي.

 العهد خبری سایټ راپور ورکړ،  د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم    پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  ولیکل ، نیواکګر رژيم د خپلې نابودۍ تخم  پخپل باطن او داخل کې له ځان سره وړي  او د فلسطین د ملت په څیر  دیوه مجاهد او تل باتې ملت سره سره  هرڅومره چې  وخت تیریږي ،دغه وحشي رژيم  دنابودۍ په لور  حرکت کوي.

شیخ نعیم قاسم  همدرااز د   یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ»   د آیت په ذکر کولو سره په قرآن کریم کېد دبنی نضیر د یهودیانو دنابودۍ بهیر کیسې ته په اشارې سره  ټينګار وک،د خداوندمتعال په غوښتې سره  د اسرائيلو  موقته رژيم  مخ په زوال دی .

د قضائي قانون د اصلاح ؛ په نامې سره  د نتنیاهو د کابینې په پلان کې چې  دنیواکي ټاټوبي  اوسیدونکي ئې د اساسی قانون په وړاندې کودتا تعبیر وي ، دغه رژيم د قضائي ادارې اختیارات کموي  او په مقابل کې به په دغه رژيم کې د مجریه او مقننې  قواؤ ځائيګی او قدرت  پیاوړی شي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i130212    

captcha