ایکنا راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجة الاسلام سید ابراهیم ریئسي پرون مازدیګر د تهران په امام خمینی عیدګاه کې د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتونو ا و د قرآن د خادمانو په شپږویشتم سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل ، ددینی ولسوالۍ په برکت سره د جمهوری اسلامی د ټولټاکنو ملی ورځ تل مبارکه ده او دا داسې ورځ ده چې خلک په ژوند کې ددین په اراده کولو سره ورباندې حاکم شي او د دوي د درستو ارتباطاتو چورلیز دیني او قرآني تعلیمات شي.
د اسلامی ایران ولسمشر د خپلې وینا په یوې برخې کې امام خمینی عیدګاه ته د رسیدا پر مهال دخلکو ولولې او دې ته په اشارې سره چې ډيری خلکو له هغو وغوښتل څو ځيني کسان داسلامی جمهوی نظام اصولو پهتیره بیا د میرمنو د ستر په باب د قوانینو نه رعایت کیدا ته دې جدي پآم وکړي ، ووئيل، حجاب اوستر ، یو دیني ضرورت دی او الهي اوروائي امر، او ټول اسلامی مذهبونه ددغه امر په باب سره یو نظر لري. ټول متدیّن ټينګار کوي چې حجاب د اسان او ټولنې لپاره د له تاوان او لړزانه کیدا څخه خوندیتوب رامینځةکوي.
ابرهیم ریئسي ووئيل، که ځینو کسانو وئيلي وی،د تاپر خبرو باؤر نه لرو ،نو دلته باید عملی او کلتوری مرکزونه او ښونځي لاس په کار شي او دغې موضوع باندې بحثونه او دنظر تبادله وکړيڅو په دغې موضوع کې لازیات رونټیا رابرسیره شي،نه یوازې په دې موضوع کې،بلکې په ټولوموضوعګانو کې بحث ، دنظر تبادله او سره خبرې اترې او په نهایت کې د رونټیا په رامینځةکیدا سره په سمه لاره تللی شو. البته دحجاب اوستر په باب قانوني قواعد او اسلامی اصول لرو او ټول قوانینو منلو ته پابنده یوو او دغه پابندي او احترام ټولنه قانونمنه کوي. په هر یوه سیاسی نظر سره اوس د حجاب موضوع یوه قانوني چاره ده .د مونږ میرمنې او انجونې تل قانون ته پابنده دي اوقانون ته دا پابندي به په راتلونکي کې هم نندارې ته وړاندې کړي.
د اسلامی ایران ولسمشر دخپلې وینا په دوام کې زیاته کړه ،میرمنو او سړیو او شخصیّتونو ته عرض کوم او په تیره بیا د شهیدانو کورنیو ته، چې په لیدو کتو کې مونږ د اسلامی ارزښتونو د ساتلو په باب په حقه یادونه کوي او مونږ غوږونو ته ئې رارسوي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ټولو شهیدانو د وصیتونو ګډ ټکی اسلامی ارزښتونو ته د پابندۍ ساتل دي . ځيني ممکنه ده ووائي ججاب واجب دی ،البته نور واجبات هم لرو چې باید ورته توجه وشي .هو! دا هم سمه ده ، اقتصادي او مالی فساد او اداري فساد او فسادګرو ته د میدان ورکول باید په باب حساس ووسو، د خلکو ددرستو پرګنو دنده ، له ناپاکیو د ټولنې پاکول دي . په ټولنه کې باید پر ټولو ناخوالو ژبني او حقوقي قواعد اجرائي شي.
هغه همداراز د حضرت خدیجةالکبری سلام الله علیها تلین ته په اشارې سره ووئيل، نن یوه مبارکه ورځ ده ، ددې په برکت سره چې په دغو دستورو کې د خدیجه بی بی سلام الله علیها نامه واخستل شي ،هغه له دینه په ملاتړ او د خداي په لاره کې په ایمان او مقاومت کې د مونږ دټولنې درستو میرمنو او سړیو لپاره یوه عظیمه بیلګه ده . هغه ووئيل، د روژې مبارکه میاشت د قرآن کریم دنزول میاشت د ه او دلیلةالقدر میاشت ده،یوه داسې لار چې انسان په دغه شان لارې سره په یوه شپه کې سل کلنه لاره کچ کوي،سلیمان پيغمبر(ع) په یوه سهار او ماښام کې په الهي چارې دغه مقام وموند چې دیوې دوو میاشتو لار د باد په څیر سرعت سره کچ کړي.البته د حضرت محمد مصطفی (ص) امت د پيغمبر اکرم او قرآن کریم په برکتناک وجود سره په لیلةالقدر کې دیوه عمر لار په یوې شپې کې کچ کوي چې فرمائي؛ «لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ» .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز پخپلې وینا کې د قرآن خادمانو په باب ووئيل،قرآنی خدمت کونکو دغه امکان ترلاسه کړی چې د قرآن په حوزې کې شي او اوس باید نورو ته توجه ولرل شي . دروژې مبارکه میاشت د خدای غوښتنې په سیوري کې د نورو غوښتو روزنه ده .د روژې د مبارکې میاشتې په دعاګانو کې خداي ته د توجه او نورو ته د توجه په باب سپارښتنې شوي دي. د روژې دمبارکې میاشتې په ختر کې دغه زکواةفطره او سرسایه ورکول د خداي غوښتې په سیوري کې د نورو غوښتې څپې وهي . دټولنې پرګنو ته توجه مهمه ده . د ناخوالیو نفی کول او د ښو بللو په نسبت باید مسئولیّت احساس کړو د ټولو ښه والو د دودولو او د ناخوالو دنفی کولو په نسبت چې په یوې اسلامی ټولنې کې کیدلی شي، مسئولیّت احساس کړو.