IQNA

د ایټالیا په لیګ لوبوکې د فټبال لوبې په وخت روژماتی هم وشو(فلم)

8:35 - April 04, 2023
د خبر لمبر: 3487132
ایکنا-(تهران) په ایټالیا کې له انټرمیلان فټبال کلب سره د فیورنټینا فټبال کلب د لوبې په وخت په ګراؤند کې د ډاکټرانو د شتون له امله په لنډې وقفې کې د فیورنټينا د ټيم د مراکشي لوبغاړی سفیان امرابط روژماتي او ددغه فرصت د برابرولو په خاطر د هغه دټيم لوبغاړي لوکارانیری  اقدام  په ټولنیزو چینلونو کې پراخ غبرګونونه درلودلي دي.

ایکنا د الوطن له قوله راپور راکړ،له انټرمیلان سره  د فیورنټینا ټیم دلوبې په وخت ددغه ټیم ایټالیائي لوبغاړي  لوکا رانیري یو داسې کار کړی چې  په درستې نړۍ کې د فټ بال د پلویاانو او دټولنیزو چینلونو درست کارؤنکو   مخکښانو توجه ئې ځان ته جلب کړې  ده.ډیری کسانو دغه اقدام د  روژې په مبارکې میاشتکې د مسلمانو لوبغاړو شرائطو ته د پام په باب دایټالیا فټبال فیډریشن ته یوښکاره پيغام  بللی دی.

د فیورنټینا فټبال ټیم ایټالیائي لوبغاړي لوکا رانیري له انټرمیلان ټیم سره د لوبې په وخت ددغې لوبې په وروستیو شیبو کې فاؤل وکړ چې په دغې وقفې کې ډاکټران ګراؤند ته ورغلل،د فیورنټینا لوبډلې مراکشي لوبغاړي سفیان امرابط فرصت پیدا کړ څو خپله روژه ماته کړي.دغه پيښه ، دایټالیا  په اته ویشتم لیګ لوبو کې له  کوربه انټرمیلان ټیم سره فیورنټینا ټیم  د لوبې په دوران کې رامینځةشوې ده.

که څه هم د ټولنیزو  چینلونو ډیری کارؤنکو د لوبې په وروستیو شیبو کې  د رانیري د فاؤل په دلیل پر هغه نیوکې کړي دي ، خو ډیرو نورو کارؤنکو هم  دهغه ددغه اقدام په ستایلو سره د سیالیو د پلانونې په زمینې کې ددغه لیګ په لوبو کې د موجودو مسلمانو لوبغاړو ته او دهغوي ځانګړو شرائطو لحاظ کولو ته د ایټالیا د لیګ د مسئولانو د توجه غوښته هم کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4131153

 

captcha