حضرت یونس علیه السلام د بنی اسراییلو یو پیغمبر دی چې له حضرت سلیمان څځه وروسته پيغمبرۍ مقام ته ورسید. ځينو مورخانو هغه د حضرت ابراهیم لمسی او ځینوهم د حضرت یونس زوی بللی دی.یونس د حضرت یعقوب علیه السلام له لمسیانو او د ځينو نورو په ویناهغه د پلار له پلوه د حضرت هود(ع)لمسی او د مور له پلوه له بنی اسرائيلو ؤ.
د هغه د ژوند ځاي له حضرت عیسی مسیح له میلاده ۷۸۰کاله مخکې په نینوا کې ؤ. نینوا یو هغه لرغونی ښار دی چې په ډيرو پخوانیو وختونو کې د عراق دموصل ښار یو کلی ؤ.
حضرت یونس د خدای په فرمان نینوا ته لاړ څو د هغه ځاي خلک خدای پرستۍ ته دعوت کړي البته د هغه بلنه ئې ونه منله . په همدې خاطر خداوند متعال د نینوا پر خلکود عذاب د لیږلو خبر یونس ته ورکړ. یونس هم په آسمان کې له اور همه په لا سرو وریّځو په لیدو سره چې د عذاب نښې وې،له ښاره ووت. د نینوا پاچا ددغې صحنې په لیدو سره خلک غونډ کړل څو د یونس په شتون سره پر خداي ایمان راوړي ،خو یونس له ښآره بهر وتلی ؤ.
حضرت یونس له دې وورستهع چې متوجه شو ، خلک د عذاب دنښو نښانو په لیدو سره په وروستیو شیبو کې غواړي پر خداي ایمان راوړي ، نو غوسه شو او له ښاره دسمندر په لور ئې حرکت وکړڅو خلک هغه پیدا نه کړي. هغه سوګند پورته کړ چې دغه ښار ته بیرته نه ګرځي . یونس دا خیال کاوه چې دعذاب د نه راتلو په دلیل به خلک هغه دروغجن وګڼي.
خلکو هم کله ولیدل دیونس څه خبر نشته ،نو له ښآره بهر ووتل. پآچا خداي ته ووئيل؛ که ستا استازی مونږ پریښودلو ،نو ته مونږ پرې نږدې .که د تاپیغمبره ناامید شوو،نو له تا ناامید نه کیږو. بیا پاچا له خلکو سره یو ځاي د آسمان په لور لاسونه اوچت کړل او دعاګانې ئې کولې او ورسره ژاړید،څو خدای تعالی د دوي توبه ومني . دغه وضعیّت ترڅلورو ورځو پورې دوام درلود.تر دې چې خداوندمتعال له نینوا عذاب لیرې کړ.
په تاریخ کې راغلي دي ، خداي تعالی کله وغواړي ،پر یوه قوم عذاب نازل کړي،حتی که د عذاب د نازلیدا په شیبو کې توبه وکړي ،نوورڅخه نه تیریږي،دیونس له قوم پرته چې د هغوي توبه ئې ومنله.
حضرت یونس سمندر ته له رسیدا وروسته پر کشتۍ سور شو،خو کشتۍ د سمندر په مینځ کې له ستر اولوي کب (وهیل فیش) سره مخ شوه.کله د کشتۍ سوارلیو ولیدل هغه کب دوي نه پریږدي،نو قرعه کشي ئې وکړه څو یو کس د هغه خطرناک کب نَوړئ کړي.درې ځله ئې پّچه واچوله او درې ځله د یونس نامه پکې راغله.په همدې خاطر یونس اوبو ته وغورځول شو او هغه و هیل فیش دخداي په فرمان یونس تیر کړ.
یونس څلویشت شپې ورځې د هغه خطرناک کب په خیټه کې پر لمانځه او دعا بوخت شوتر دې چې د هغه دعا ومنل شوه او هغه کب هم یونس وچې ته ورساوه ،نو له دې وروسته یونس مامور شو څو نینوا ته بیرته ستون شي.
حضرت یونس نامه څلور ځله په قرآن کریم کې راغلې ده او د قرآن کریم لسمه سوره هم د ده پیغمبر په نامې سره ومول شوې ده.