د خداوندمتعال په درګاه کې عذرغوښتنه او پښمانه کیدا او حقیقي توبه،یو ترټولو وده کونکی عامل شمیرل کیږي. کله له خداي تعالی څخه بخښنه او بخشش غوښته کوو، نو دهماغه ماشوم په شان یوو چې یو پښمانه شوی د خپل مشر مخې ته دریږي او ورڅخه بخښنه غواړي، هغه کریم دی او بخښل خوښوي.
د روژې دمبارکې میاشتې د اته ویشتمې ورځې په دعا کې خداوندستار څخه غوړو چې ؛«بسم الله الرحمن الرحیم؛ اللهمّ ارْزُقْنی فیهِ فَضْلَ لَیلَةِ القَدْرِ وصَیرْ أموری فیهِ من العُسْرِ الی الیسْرِ واقْبَلْ مَعاذیری وحُطّ عنّی الذّنب والوِزْرِ یا رؤوفاً بِعبادِهِ الصّالِحین؛ ؛ائ خدایه !ته د قدر شپه زما روزي کړې او زما کارونه له سختوالي د آسانۍ په لور سم کړي او زما بخښنه ومنې او له ما ګناهانې پاکې کړې او پيټی مو سپک کړې ،ائ پخپلوغوره بندګانو باندې تر ټولو مهربانه:
د قدر شپې له فضیلته استفاده
په قدر سورې کې لولوو چې ، د قدر شپه له زرو میاشتو لابرلاسه او غوره ده .باید دغه فرصت غنیمت وګڼو ،ځکه چې په دغه شپه له خیر او برکته ډکه ده ا دخدای د میلمستیه په میاشتې کې د مونږ لپاره ډير استثنائي فرصت برابر شوی دی چې په هغه توجه او همت سره چې کاروو ئې ، ورڅخه ډيره زیاته استفاده وکړو.
د قرآن کریم په تعبیر، له هرمشکل اوسختۍ سره،آساني هم شته ،یعني آساني په خیټې کې له سختوالي سره یو ځاي پټه ده. دلته یو هغه لطیف ټکی دی چې پرې پوهیدا ئې د النشرح سورې له ټولو آیتونو نقلولو سره اړونده ده «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ * أَلَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ * وَوَضَعْنَا عَنکَ وِزْرَکَ * الَّذِی أَنقَضَ ظَهْرَکَ * وَرَفَعْنَا لَکَ ذِکْرَکَ * فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً * إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً *فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ وَ إِلَی رَبِّکَ فَارغَب؛ د مهربان او ولي خداي په نامه چې ډير بخښونکی دی. آیا تاسو ته مو سع صدر در نه کړ. هغه پيټی چې ستاسو ملا ئې کړوپه کړې وه،ستاله شا مو واخست، ستاسو شهرت مو زیات کړ،پس حتما له سختۍ سره آساني هم شته.حتما له سختۍ سره آرامښت تړلی دی . نو هغه مهال چې په سړه سینه شوئ ،نو هڅه وکړئ ، او دخپل پروردګار وآخوا ته متوجه شئ :::
د پیغمبر اکرم په باب خبرې او دا سوره هغه بزرګوار ته مخصوصه ده . دغه آیتونه د پيغمبر اکرم(ص)خاص او مهربانۍ څخه په ډکې لهجې سره چې ګواکې کړاؤنو کړیدلې ؤ،ورته تسلي ورکوي او دا خبره وررسوي چې خداي تعالی څرنګه د هغه پيټی سپک کړ او سختۍ ورته په آسانۍ بدلې کړي دي.
همداراز د راتلونکي کړن لاره هم په همدې اساس ورته ټاکي او وائي؛کله دې چې فرصت پيدا کړ، نو کوشش وکړه دخدای په وړاندې بخښنه غوښتل د ودې تر ټولو لوي عامل دی.
د اخلاقي ودې لپاره ،په نفس باندې دغلبې کونکی عواملو پيژندګلوۍ ته اړتیا لرو،څو هغو په رامینځةکولو سره ، خپله وده او کمال او نیکمرغۍ ته ورسیږو. په دې مینځومیان کې د خداوندمتعال په درګاه کې بخښنه غوښتل او پښمانه کیدا او حقیقي توبه،یو ترټولو لوي وده کونکی عامل شمیرل کیږي، لکه څنګه چې قرآن کریم توبه د انسان د ژغورنې یو عامل معرفی کړی اوفرمائي؛ «تُوبُوا إِلَی اللهِ جَمِیعاً اَیُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ» په دغه آیت کې توبه د نجات وسیله معرفي شوي ،ځکه توبه داسې دروازه ده چې په دې لارې باندې په واریدیدا سره د بیرته ستنیدا لاره کچ کولی شو او په نتیجې کې د کمال اونیکمرغۍ په لاره سمیدلی شو.
صالحو بندګانو ته د خدای رافت یا لاره ښودل
رافت په لغت کې،د رحمت ترټولو لوړه او اوچته درجه معنا شوې ده. رافت او رحمت د خداي له صالحو بندګانو سره ښائي،نه له هغو سره چې په دښمنۍ او ځيل سره دخداوندمتعال نافرمانۍ ته مخه کوي او دهغه له حکمونو سره مخالفت کوي،ځکه خداي تعالی خپل موهبتونه دهغو کسانو جایزه ټاکلې چې صالح وي او صالح عملونه ترسره کوي.
(دغه مطلب د حجةالاسلام روح الله بیدرام په قلم لیکل شوي کتاب ؛نجوای روزداران؛څخه اخستل شوی دی)