IQNA

قراني شخصّيتونه/37

ذوالکفل؛له هغه قول څخه چې پیغمبر ورکړی ؤڅو هغه ګټه چې له خداي ئې واخسته

11:19 - April 20, 2023
د خبر لمبر: 3487221
ایکنا-(تهران)ذوالکفل د بنی اسرائيلو د  یوه هغه پیغمبر لقب د ی چې د هغه په اصلي نامې کې د نظر اختلاف  شته ، خو هغه څه چې  مشخص دي ، هغه د حضرت موسی(ع) یو جانشین ؤ چې د خداي تعالی ئې ډیر عبادت کاوه،په همدې  خاطر خداي پاک هغه ته ډيره ګټه ورپه برخه کړې و.

ذوالکفل د بنی اسرائيلو یو هغه پيغمبر دی چې د حضرت موسی (َع) دریم جانشین ؤ .له حضرت محمد (ص)څخه په یوه روایت کې د ذوالکفل په باب راغلي دي ؛ د حضرت موت اوسیدونکی یو کس ؤ . (حضرموت ، د یمن هیواد د ښي لوري د یوه ستر ټاټوبي نامه او د عرب سمندر په څنډې کې دی) وئيل شوي دي چې ذوالکفل مور یوه هغه بوډئ ښځه وه چې اولاد ئې نه کید  او په بوډاتوب کې ئې له خدای تعالی دیوه بچي  غوښته وکړه او خداوندمتعال  هم د هغې دعا ومنله.

 د هغه اصلي نامه ؛ عوید یا ابن ادریم ؛ وه . ځینو دهغه نامه؛ حزقیال ؛  بللې ده . یو شمیر  نور هم باؤري دی  ذوالکفل  هماغه الیاس، یوشع  او یا سیع  اویا د حضرت ابو  یو بچی ؤ. له پیغمبرانو سره په اړونده ځينو کیسو کې راغلي دي،چې ذوالکفل د حضرت داؤد زوی او دحضرت سلیمان ورور دی.

د ذوالکفل په پړاؤ کې ،؛یسع پيغمبري کوله،یوه ورځ یسع دخپل قوم خلکو ته ووئيل؛څوک زما جانشین کیږي،چې له ما وروسته خلک هدایت کړي؛ په دې شرط  چې غوسه نه شي او ورځې روژې وساتي او په شپو کې دخداي عبادت وکړي؟ په دې مینځو میان کې؛عویدیا؛ ؤ پاڅيد او  وې وئيل،زه دغه کار ترسره کوم. یسع بیا دا پوښتنه تکرار کړه او بیا  هم هماغه ځوان چې  عویدیا ؤ پاڅيد او وې وئيل، زه دغه کار ترسه کوم.له یوې مودې وروسته یسع مړ شو او خداي تعالی  له هغه وروسته عویدیا په پِيغمبرئ وټاکلو.

په دې چې  ولې دغه پیغمبر ذوالکفل ونومول شو، مختلف نظرونه مطرح دي . په هغو کې یو دا چې وئيل شوي  هغه د بنی اسرائيلو د  اویاؤ پیغبمرانو ساتنه وکړه او  هغوي ئې  له وژل کیدا وژغورل. ځیني نور په دې اند دي چې د ډیر زیات عبادت په دلیل،ډير زیات رحمت او ثواب  د هغه په نصیب شو. په همدې خاطر  ؛ذوالکفیل ؛ یعني د ډیرې زیاتې ګټې خاوند ؛ باندې مشهور شو. همداراز ووئيل شول دغه نامه د هغه قول په دلیل ده چې ؛سیع ؛ ته ورکړل شوې وه.

 په قرآن کریم کې  د هغه نامه په انبیاء او ص سورو کې دوه ځله او د اسماعیل  او ادریس  په څير د پیغمبرانو په څنګ کې کارول شوې ده . ذوالکفل  هم د حضرت داؤد په څير  په خلکو کې قضاؤت کاوه. همداراز  هغه یو نیک ، پاک او صابر کس یاد شوی دی. په ایران کې په دزفول ښار کې یوه مقبره  له ذوالکفل سره منسوبه ده . همداراز  دعراق په جنوب کې له نجف اشرف ښار سره نزدې  هم  یو قبر دی چې ذوالکفل ته   ئې نسبت ورکړل شوی دی.

captcha