IQNA

د سوډان پيښې،د صهیونیسټانو وساطت او د نفوذ لپاره یوه بله پلمه (مقاله)

15:23 - April 25, 2023
د خبر لمبر: 3487239
ایکنا-(تهران) د سوډان چارواکو په  تیرو څو کلونوکې هڅه کړې ده د امریکا له سیاستونو او غوښتو څخه په پيروئ سره خپل موقعیّت پیاوړی کړي او د امریکا او د هغې د متحدانو له مالی ملاتړونو برخمن شي.په دې لړ کې  د سوډان حکومت حاضر شو،له امریکا د ملاتړونو د ترلاسه کولو په بدل کې صهونیسټ رژيم په رسمیّت وپيژني او په دې توګه،د خرطوم او تل ابیب ترمینځ مناسبت تينګ شول.

 ایکناخبری آژانس راپور راکړ،په داسې حال کې چې په سوډان کې سیاسی  بحران او نښتې دوام لري ، صهیونیسټي رژيم د سوډان جنرالان په تل ابیب کې د سوله کونکو تش په نامه ناستې ته بللي دي.د صهیونیسټ رژيم د خارجه وزارت ویندوي په دې زمینې کې وئيلي دي ،اسرائيلو وړاندیز کړی دی چې د سوډان د پوځ د قوماندان  عبدالفتاح  البرهان او د چټک غبرګون دځواک د قوماندان محمدحمدان دقلو (حمیدتي) ترمینځ په تل ابیب کې د خبرواترو کوربه دي.

دسوډان  چارواکو په  تیرو څو کلونو کې هڅه کړې ده  د امریکا له سیاستونو او غوښتو څخه په پيروئ سره  خپل موقعیّت پیاوړی کړي او د امریکا او د هغې د متحدانو له مالی ملاتړونو برخمن شي.په دې لړ کې  د سوډان حکومت حاضر شو،له امریکا د ملاتړونو د ترلاسه کولو په بدل کې صهونیسټ رژيم په رسمیّت وپيژني او په دې توګه،د خرطوم او تل ابیب ترمینځ مناسبت تينګ شول.

روابط سودان با اسرائیل على رغم مخالفت‌های درونی به سمت عادی‌سازی کامل پیش  می‌رود

د افریقا لویه وچه په تیره بیا د سوډان په څير  هیوادونه د سټراټژيک موقعیّت او د بډائ کانونو او سرچینو د درلودلو په دلیل لسیزې کیږي د اسرائيلو د توجه په شیشت کې راغلي دي او صهیونیسټيتل هڅه کړې ده،په مختلفو موقعیّتونو کې ددغو هیوادونو د نفوذ لرونکي چارواکي دخپلې خوښې  وړ موخو په خاطر  په نظر کې ونیسي ، داسې چې د سوډان په ویشلو  او د جنوبی سوډان په جوړولو کې  هم د اسرائيلو د پلۀ پل ترسترګو کیږي.له سوډانه د جنوبی سوډان  د جلا کیدا په وخت کې  د ملګروملتو  د کارپيژاندو راپور  هم ددې ښودنه کوله چې صهیونیسټي رژيم جنوبی سوډان ته د وسلو په صادرولو سره ، په دغه افریقائي هیواد کې د داخلی جنګ د  لااوږدیدا لامل شوی  ؤ، یو داسې جنګ چې په نهایت کې د سوډان دو یشل کیدا سبب شو.

په الجزایر کې د سوډان د وخت سفیر عصام عوض متولي، صهیونیسټ رژیم  دجنوبی سوډان د جلا کیدا اصلی عامل بللی او وئيلي ئې د ي،اسرائيل له سوډانه د ډارفور او څو نورو سیمو د جلا کولو  نیّت هم درلود،چې البته بریالی نه شو.

ائتلاف آزادی و تغییر سودان خواهان توقف فوری جنگ شد - ایسنا

په ورستیو څو کلونو کې ، اسرائیلو په افریقا کې د نفوذ  دزیاتولو لپاره  خپلې هڅې ته دوام  ورکړی دی او سیاسی اواقتصادي بحرانونو ته په پام سره ،سوډان سوډان،  د تل ابیب لپاره  لالوړ سټراټژيک  اهمیّت لري. په دې لړ کې دډویچه وله ټیلیکس  په یوې مقالې  کې لیکلي دي،سوډان  د تل ابیب لپاره ډير زیات سټراژيک اهمیّت لري. اسرائيل په هغې سیمې کې واقع شوي  چې له مصر،جنوبی سوډان ،یوګینډا او اریټیریه سره نزدې ارتباط لري او تل ابیب د خپلو همتړونونو په صف کې د سوډان په واردولو سره په افریقا کې  دخپل نفوذ لمن پراخولی شي.

البته په سوډان کې د اسرائيلو نفوذ په  دغه  هیواد کې له پراخو اعتراضونو او غوسې او کرکې سره  هم مخ شوی دی.

د سوډان د سیاسی چارو یو کارپوه او شناندی ولید العوض وائي ؛ له اسرائيلیانو سره د برهان تعاملات به د مصیبت راپنځونکي سناریو انځورونکي وي. او دکینو،حسدونو او درزونو لمن پراخوي او په داخل کې به د ملی ائيتلافونو د لارې د نقشې پر احیاء باندې منفي اغیزې ولري.

 په وروستیو میاشتو کې په سوډان کې  بهرنیو لاسوهنو،په دغه هیواد کې شرائط ډیر ترینګلی کړي دي . تردې چې اوس  په  دغه هیواد کې د پوځ او وسلوالې ملیشیه  تریمنځ د  خونړي جنګ  څه دپاسه دوه اونۍ تیریږي ،  دا سې جنګ چې  د اسرائيلو لپاره  به لاره لا هواره کړي،داسې چې ډیری شناندي په دې اند دي چې ددغه جنګ تر پردې شا صهیونیسټي رژیم دی.

وساطت صهیونیست ها در سودان؛ بهانه ای دیگر برای نفوذ

د سوډان ډيری شناندي او کارپوهان  خبرداري ورکوي ،د سوډاني جنرالانو ترمینځ  نښتې د سوډان د ویشل کیدا او د هغو بیلتون غواړو ډلوټپلو د پروګرام د تحقق سبب کیدلی شي  چې د اسرائيلو او امریکا د سټراټژۍ په لړ کې فعالیت کوي.

په تل ابیب کې د تش په نامه پخلاینې رامینځةکونکي ناستې کې د سوډان د ښکیلو جنرالانو د بلنې لپاره  داسرائيلو نمایشي اقدام  په یوه اسلامی هیواد کې د نفوذ د پراختیا لپاره  د صهیونیسټانو د یوې بلې  هڅې ښودنه  کوي. هغه هم د رود نیل په آبی حوزې کې او د افریقا په یوې مهمې سبیمې کې شمیرل کیږی.

 https://iqna.ir/fa/news/4136299/%   

captcha