IQNA

په هیواد کې د باد راوړو شتمنیو  کلتور باید ودرول شي

16:00 - April 29, 2023
د خبر لمبر: 3487255
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب سترلارښود نن د درست ایران د کارګرانو په ستر ټول کې د قرآن مجید په آیتونو باندې په استناد سره،د کاراوعاید د مستقیمې رابطې او په دې زمینې کې دکلتورسازۍ دضرورت پیه بیانولو سره وفرمائيل؛ په هیواد کې باید د باد راوړو شتمنیو کلتور ودرول شي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،  د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي  نن د زرګونو کارګرانو او د کار، تعاون او هوساینې د وزارت د مسئولانو په ټول کې د کارګرانو د ژوند  د سوئې د لوړتیالپاره د محسوسیدوکي حرکت د ترسره کیدا په ضرورت په ټينګار سره،دکارګرئ ټولنه، او د دښمنانو له خوځښتونو سره  د کارګرانو هوښیاره مقابله وستایله  او  له کار او هڅې سره  د شتمنۍ  او عاید د مستقیمې رابطې په باب  کلتور سازي،د هیواد او ټولنې حقيقي اړتیا وبلله.

دیدار جمعی از کارگران سراسر کشور با رهبر معظم انقلاب

حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خا منه اي له کارګرانو سره د کلنۍ کتنې څخه موخه په ټولنې کې د کارګر د ارزښت رابرسیره کول دي،خو که  کارګر نه وي،نو له کار او  آثار ئې  او د هیواد   دپرمختګ او غوړیدا به هیڅ ونه وینئ.پر دې ایساس  د کارګر ارزښت،د خلکو د ژوند او د ټولنې د حیات ارزښت دی .دیدار جمعی از کارگران سراسر کشور با رهبر معظم انقلاب

دوي همداراز د کار او ګارګر د اهمیّت درک، د ښه او حقیقي  کار د تولید لپاره د هڅې سبب وبالۀ او زیاته ئې کړه ،د  ژوند د اداره کولو لپاره  کار ته د کارګر اړتیا، کار  ته د انسان د روحي اړتیا او  دکار احساسیدونکې اغیزې ،د ډول ډول فساد په مخنیونې او له مینځه وړنې کې  ئې اغیزې ، او د حقیقي  کاروزګار او د کار  د تولید لپاره  اقدام او   د ډيرې  پلانونې  او پانګونې د اهمیّت نښه ده.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود   د فساد  اوه سري اژدها سره دهراړخیزې مبارزې د ضرورت په باب  د خبل شل کلن مخکیني فرمان ته په اشارې سره  ووئيل، که  له هغه وخته ، حکومتونو او مسئولانو  اقدام کولئ،نو اوس  به مو وضعیّت لاښه ؤ  چې هیله مند یوو،حکومت او پارلیمان   دغه مبارزه په جدي توګه تعقیب کړي.

دیدار جمعی از کارگران سراسر کشور با رهبر معظم انقلاب

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي له داخلی مفسد سره  د مبارزې د جراءت نه درلودل  د بهرنیو دښمنانو سر زروریو سره  د مبارزې  شجاعت  د سلبونې سبب  وبالۀ او زیاته ئې کړه،د مثال په توګه که یو مسئول، له بانکي کریډيټونو  یا له تجارته د ناوړې استفادې کونکو سره دمقابلې جراءت  ونه لرل شي  او  د بانکونو  له سترو پوروړو سره  مقابله ونه کړي، نو د امریکا په څير د سرزوري حکومت  د غوښتو په وړاندې به هم د مقابلې جراءت ونه لري.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خولې د کارګرانو  تعریف کول ښه  البته ناکافي وباله او  مسئولانو ،ټیکدارانو او پانګوالو ته ئې  ئې په خطاب کې ووئيل،  د کارګر د ژوند  لوړتیا او د کاروزګار  په امنیت  او د ژوند د خرڅ په پورا کیدا ئې ډاډمنیدا،د کار او دمحصول د کیفیّت د زیاتیدا لامل کیږي . پر دې اساس  د کارګرانو د  ژوند د لوړتیا لپاره  هره هڅه په حقیقت کې د لازیاتې ګټې لپاره  پانګونه ده .

دوي همداراز تولید  د هیواد دملا تیر  او  کارګران د تولید  د  ملاتیر وبلل او وې وئيل، دسږکال د شعار مهمه برخه،یعني د تولید وده ،له کارګرې ټولنې سره اړوندیږي  او کارګران په دې زمینې کې د دندو دترسره کولو لپاره باید  په انګیزې او ډاډ سره  د کار په لور ودنګي.

د کار له عاید څخه  عادلانه  ویش،یو بل ټکی ؤ چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود ورباندې په ټينګار سره ووئیل،ټيکدار او کارګر  هر دواړه یوه بل ته ضرورت لري  او د کمیونیسټانوپه اپوټه چې  په دروغو  او له عمل برته په شعار سره، د کار په اړیکو کې د  تضاد او جنګ د فضا  په رامینځةکولو  پسې وو. هغه څه چې د کار په اړیکو کې د عادلانه ونډې د تامینیدا سبب کیږي، انصاف ، ملګرتیا، یوزړتوب  او د خداي پاک د  ناظر ګنل دي.

دیدار جمعی از کارگران سراسر کشور با رهبر معظم انقلاب

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  په دې زمینې کې ووئيل،  البته په ځينو موردونو کې د پانګې آوزار هم د کارګر د حقوقو د ضائع کیدا  سبب کیږي چې باید مخه ئې ونیول شي، ددې په ترڅ کې چې  د پانګوال  او ټيکدار  احتمالی  محدودیّتونه هم باید په نظر کې ونیول شي. دوي همداراز د کارګرانود توانمنیو زیاتول یوه دنده وبلله او  هغه روایت ته په  اشارې سره چې په ؛ کارګر باندې ظلم   د ټولو ښو عملونو  د نابودۍ او د جنت د بوي د حرام کیدا سبب کیږي، ووئيل،په کارګر ظلم یوازې د حقوقو نه ورکول نه دي ،بلکې  د بیمې ، روغتیائي ضرورتونو ، تعلیم ، نوښت ،  مهارت پڼځونې ، د کورنۍ دسلامیتیا او د کار روزګار په زمینې ک  اقدام نه کول هم په کارګرانو ظلم دی.

https://iqna.ir/fa/news/4137090/%

captcha