IQNA

د سوډان د بحران پر حل د ملګروملتو او د اسلامی ملګرتیاموسیسې مسئولانو ټینګاروکړ

14:09 - April 30, 2023
د خبر لمبر: 3487264
ایکنا-(تهران)د اسلامی ملګرتیا موسیسې او ملګروملتو په سوډان کې د ښکیلو لورو ترمینځ د اوربند د دوام لپاره پرهڅې او د خبرواترو د بیرته پيلیدا پر ضرورت ټينګار وکړ.

ایکنا د الشرق له قوله راپور راکړ، ملګروملتو او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د سوډان د بحران دحل او د ښکیلو دواړو لورو ترمینځ د اوربند د د وام په خطر د خبرواترو د بیرته پیلولو په ضرورت ټينګار وکړ.

دغه بحثونه د ملګروملتو د هیّت مشر فولکر برتس او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د عمومي منشي حسین ابراهیم طه په ټيلیفوني تماس کې  شوي  چې په دغو خبرو اترو کې  دسوډان د اوسني بد وضعیّت او وروستیو بدلونونو په باب مشورې او بحث شوی دی.

اسلامی ملګرتیا موسیسې  له دې مخکې هم د سوډاني لورو ترمینځ دخبرواترو او دانسان دوستۍ له هڅو دملاتړ لپاره له خپلو ټولو ظرفیّتونو څخه د استفادې لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ او له ټولو  ئې غوښتي وو چې دپوځي اقداماتو سختیدا یا زیاتیدا دې ودروي  او د ټولو اختلافي مسئلو دحل لپاره سره  خبرو اترو ته مخه کړي.

په سوډان کې له پوځي کودتا وروسته او دعمر البشیر په څنګةکیدا پسې ددغه هیواد د پوځ او د چټک غبرګون ځواک ترمینځ  اختلافات،چې له دې مخکې په ډارفور کې د نښتو  سبب شوي وو، لازیات شول . د وخت په تیریدا سره دغه اختلافات بلاخره ددواړو لورو ترمینځ د یوه بشپړ جنګ  سبب شوي دی، په دغو نښتو کې تر دې دمه څه دپاسه پنځه سوه عام سوډانیان  وژل شوي دی. په زرګونو  هم له ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلی او له سوډانه د بهرنیو سفارتونو عمله او وګړي هم وتلی دي.ډیری  کارپوهان  د سوډان اوسنی وضعیّت  یوه لوي داخلی جنګ د پيښیدا  ځيری ورکونکي ګڼي .

https://iqna.ir/fa/news/4137402/

captcha