ایکناخبری آژانس د چاینا ډیلي له قوله راپور راکړ، د نړۍ د څوارلسو هیوادونو د ډپيلوماټانو دغه پلاوی د چین د خارجه وزرات په بلنې سره ، د اپریل له ۲۴تر ۲۸پورې د چی په شمال لویدیځ کې د سین کیانګ مسلمان میشته کورواکه سیمې ته په سفر ورغلل.
د چین په مختلفو ښارونو کې ددیره څوارلسو هیوادونو سرکنسولان د سیمې د پلازمینې ارومچي ښار ، او همداراز کاشغر،توریان اوپه سین کیانګ کې نورو سیمو ته ورغلل څو له نزدې ددغې سیمې له حالاتو خبر شي.
په دغې کتنې کې دوي ووئيل چې د سین کیانګ بریاوې د پام وړ دي او دهر قوم او قبیلې خلک سره ګډ او خوشال ژوند تیروي.په چنګنو کې د پاکستان موقته سرکنسول حسین عباس خان،د سین کیانګ دترهه ګرۍ ضد فعالیتونو په باب د یوه نندارتون له لیدو وروسته ووئيل،د ترهه ګرۍ د جرړه ایستلو لپاره د یوې سیمې د پراختیا لپاره د یوه جامع پروګرام درلودل او د خپل ژوند دښه کولو لپاره له خلکو سره مرسته ډيره مهمه ده،چین په دې زمینې کې لوي ګامونه پورته کړي دي.
دغو پلاؤ همداراز د کاشغر ښار دپخواني جوړښت سیمې هم ولیدې.په چونګ مینګ کې د میانمار سرکنسول زاؤ لین او، دکاشغر د لیدو په وخت دغه سیمه ، د امید دټاتوبی په توګه یاد کړه چې د داخلي او بهرنیو سیلانیانو لپاره ډیره جذابه او د لیدو وړ سیمه ده.
په ګوانګژو کې د انډونیشیا سرکنسول بن پرکاسا درجات هم دخلکو د مذهبی اعتقاداتو د آزادۍ د تضمین لپاره د ځاني حکومت د هڅو په ستاینې سره ووئيل،د کاشغر په سین کیانګدر کې مسلمانان آزاد دي چې د لمانځه دقایمولو لپاره جومات ته لاړ شي.هغه ووئيل،د نړۍ د ترټولو زیات مسلمان لرونکو هیواد په توګه انډونیشیا، له هغو بهرنیو ډلو ټپلو او اورپکو سره چې د سین کیانګ پّ موضوع کې ګوتې وهي او هڅه کوي، چین سره وویشي سخت مخالف دی.
د چین حکومت د بشری حقوقو د ااورګانونو له خوا، د اویغور د یو میلیون مسلمانانو په زندانی کولو او د هغوي په شکنجه کولو او ورڅخه په کار اخستو تورن دی.دچین حکومت دغه ټول تورونه پّ زغرده ردوي.
https://iqna.ir/fa/news/4137110/