IQNA

قرآني شخصیّتونه/39

یحیی د عیسی مسیح(ع) لومړنی تائيدونکی

6:10 - May 02, 2023
د خبر لمبر: 3487270
ایکنا-(تهران) د حضرت زکریا زوی یحیی  له هماه ماشوموالی پیغمبرۍ ته ورسید او د حضرت عیسی مسیح (ع) د پيغمبرۍ د مقام په تائيدولو کې ئې اغیز شیندونکی رول درلود،خو په نهایت کې ئې  د پلار په شان ووژل شو.

د حضرت زکریا علیه السلام زوی حضرت یحیی  د بنی اسرائيلو یو پیغمبر ؤ. د یحیی د نامې د کیښودلو دعلت په باب ډير دلیلونه وئيل شوي دي .په هغو کې یو دا چې خداونندمتعال  د هغه په خاظر د هغه  د مور د اولاد نه کیدا ختمه کړه او هغه ئې ژوندی کړ. ځينو دا هم وئيلي دي، خداي تعالی هغه په ایمان سره ژوندی کړ یا دا چې خدای دهغه زړه د پیمبرۍ په مقام سره ژوندی کړ.  او له هغه مخکې  په دغې نامې هیڅوک نه وو نومول شوي.

حضرت یحیی په ماشوموالی کې د پیغمبرۍ مقام ته ورسید او خداوندمتعال په همدغه عمر کې هغه ته ډيرعقل اوپوهه او هوش  ورکړ، څو  د پیغمبرۍ مقام ته د رسیدا وړتیا پیدا کړی.

د حضرت یحیی یو امتیاز دا دی چې  خداي تعالی هغه د حضرت عیسی مسیح (ع) د بیغمبرۍ د تائيدونکي په توګه  او د دیوه ډير پاک او پرهیز ګاررهبر  او نیک پیغمبر په توګه  معرفی کوي.یحیی د مسیحیانو په نزد  په؛  یوحنای مُعَمِدان ؛باندې مشهور دی . دغه نومول په دې علت دي چې  حضرت عیسی (ع) دهغه په وسیله پاک شوی دی (یعنی تعمید غسل ورکړل شوی دی).

هغه د حضرت موسی د دین تبلیغ کاوه او له دې وروسته چې عیسی د پیغمبرۍ مقام ته ورسید، په مسیح ئې ایمان راوړ. په تاریخ کې راغلي دي،یحیی شپږ یا درې میاشتې له عیسی مشر  او هغه لومړنی کس ؤ چې د هغه پیغمبري ئې تائيد کړه او په دې دلیل چې یحیی په خلکو کې د په زهد اوپاکۍ مشور ؤ ،مسیح ته دخلکو په متوجه کولو کې د هغه بلنې ډيرې اغیزې وشیندلې.

په تاریخي اودیني سرچینو کې دحضرت یحیی پنځو ځانګړنو ته اشاره شوې ده.په حضرت عیسی ایمان راوړل،په عمل او علم کې برلاسی،نیکو کار پيغمبر،زهد اوعظمت اولویوالی . د هغه د زُهد په با وئيل شوي دي چې ډيره ژړا به ئې کوله او او خړې او ببَرې جامې به ئې اغوستې.

د حضرت یحیی نامه پنځه ځله په قرآن کریم کې راغلې ده. د یحیی د زوکړې کیسه او د هغه د ژوند او صفتونو یوې برخې ته اشاره شوې ده.لکه څنګه چې د  مریّم سورې په 15 آيت کې د یحیی خاصه ځانګړنه  داسې بیان شوې ده چې فرمائي؛  «وَ سَلامٌ عَلَیهِ یوْمَ وُلِدَ وَ یوْمَ یمُوتُ وَ یوْمَ یبْعَثُ حَیا: ؛ او سلام وي پر هغه  او هغې ورځې باندې چې  هغه زیږیدلی ،او هغه ورخې باندې چې هغه مري او هغې ورځې باندې چې هغه ژوندی کیږي  او راپاڅيږي.

په انجیل کې د یحیی په باب  داسې مختلفې کیسې موجودې دي،له هغه څه سره چې په قرآڼ کې راغلي دي ،مشترکې دي . د یحیی د زیږیدا خبر حضرت زکریا ته په لوقا انجیل کې راغلی دی. هغه ترټولو مهمه اشاره چې  یحیی ته پاه اناجیل کې شوې ،د عیسی(ع)تائيد،د هغه په سمه تبلیغ او حضرت عیسی ته پاکئ غسل ورکول.

یحیی هم د خپل پلار زکریا په شان ووژل شو. کله چې د بنی اسرائيلو یو پاچا پخپل نزدې خپل باندې عاشق شوی ؤ او غوښتل ئې له هغې سره واده وکړي. حضرت یحیی  له دغه عمل سره مخالفت وکړ.معشوقې د یحیی سر راوړل دخپل واده شرط کیښود او د بنی اسرائيلو  پاچا د یحیی د وژلو حکم صادر کړ او د یحیی سر ئې د سرو زرو په یوې منجمې کې  دخپلې معشوقې لپاره ولیږه.

له یحیی سره ترټولو مشهوره منصوبیدا ، ددمشق د اموي جامع جومات  دی چې په  دې اساس ، د یحیی مړی په دغه جومات کې خاورو ته سپارل شوی  او دهغه سر ددمشق په زبداني کوڅې کې په یوه جومات کې دفن شوی دی.

captcha