IQNA

که ژمن مسلمان ئۍ،نو هیڅکله هم د سویډ ښاریز نشئ کیدلی

6:36 - May 09, 2023
د خبر لمبر: 3487308
ایکنا-(تهران)دسویډ یو افراطي سیاستوال ددغه هیواد دمسلمانانو په ضد په یولړ کرغیړنو څرګندنوو کې ووئيل،که څوک متعهد مسلمان وي ،نو ځان د سویډ ښاریز نشي ګڼلی.

ایکنا د المرکز السویدی المعلومات له قوله راپور راکړ، د سویډ دډيموکراټانو د ګوند رهبر جیمي آکسن چې د مسلمانانو او مهاجرو په ضد په سخت دریځ لرونکي باندې مشهور دی ،هماغه شان  خپلو دغو دریځونو ته دوام ورکوي  و په همداوروستیو کې ئې  له رسندویو سره په خبرو کې اعلان کړی  چې  دهغه لپاره ډیره سخته ده  چې وویني ، څرنګه یو بشپړ ژمن مسلمان  د سویډ دټولنې یوه برخه کیدلی شي.

هغه ددې موضوع په بیانولو سره ووئيل،که تاسو د اسلامی احکامو اجرا ته  پابند مسلمان ئۍ،نو د سویډ ښاریز نشئ کیدلی.

دسویډ دغه سرزوري او افراطي سیاستوال  ددې خبرې په کولو سره چې  دسویډ  داسلامی کول دوام لری ،مدعی شو  چې د سویډ  د مسلمانانو لږکي د آبادۍچټکه وده ،ددغه هیواد د ټولنې لپاره یو ګواښ حسابیږي.
آکسن د یوه داسې سیاست د اجرا غوښتونکی شو چې په اساس ئې په سویډ کې دیره مهاجرین باید د  سویډ د ټولنې  ددودیزو ارزښتونو منلو ته مجبوره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4139566/

captcha