IQNA

16:15 - May 11, 2023
د خبر لمبر: 3487320

په ایران کې قرآني فعالیتونو رونټیا ډیره زیاته شوې ده

ایکنا-(تهران) دهندوستان د نوی ډلی د فتح پوري جومات د جمعې لمانځه خطیب مولانا مفیتی محمد مکرام احمد  د لمانځه په خطبو کې  ووئيل،  د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  په ایران کې  قرآني فعالیتونه په اوڅاره توګه  زیات اوروښانه شوي دي او ایران  په یوه قرآني مرکز بدل شوی دی.

په ایران کې قرآني فعالیتونو رونټیا ډیره زیاته شوې ده

ایکنا د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ،د هندوستان په نوي ډیلي کې د ایران کلتوری سلایار فریدالدین فرید عصر د نوي ډیلي ښار دفتح پور جومات د جمعې لمانځه له امام  مولانا مفتی محمد مکرم احمد سره په کتنې سره دهغه په امامت د جمعې لمانځّه په دستورو کې  ګډون وکړ.

مفتی محمد مکرم د جمعې لمانځه په خطبې کې په نوي ډیلي کې  د ایران د کلتوري چارو د نوي سلایار په معرفي کولو سره  د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران قرآني  فعالیتونه،ير مهم او اغیزشیندونکي وبلل او وې وئيل،له اسلامي  انقلابه وروسته په ایران کې قرآني فعالیتونه په اوڅاره توګه زیات شوي دی او له قرآن کریمه د مختلفو تفسیرونو خپریدا ته په پام سره،ایران په یوه لوي قرآني مرکز بدل شوی دی .

د نوي ډيلي ښار  دفتح پوري جومات د جمعې لمانځه خطیب  ووئيل،د ایران کلتوری خونه،د قرآني علومو په زمینې کې  اوڅاره او غوره خدمتونه وړاندې کوي او  کتابتون ئې د  هند یو بډایه  کتابون دی  .

هغه د خپلې په دوام کې ، دهندو د ورځې کلتوری مسئلو  او دغه راز ددغه هیواد په ځوانانو کې د ښو اخلاقو او تهذیب د سسټماټیک کولو  ارزونه هم وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4139924

captcha