
ایکنا د صدای البلد له قوله راپور راکړ،دغه مرکز  دمصر په ؛ابوالعباس المرسي ؛ جومات کې قرآن او دقرآن  مینه لرونکو ته د مصر  د اوقافو د وزارت د اهتمام په لړ کې  افتتاح شو او  مینه والو ددغه جومات په پرانیستونکو دستورو کې ګډون درلود.
د مصر د قاریانو د اتحادئې  مشر شیخ محمد صالح احمد حشاد په دغو دستورو کې  د خدای دکلام دساتنې او د تلاؤت د آسانتیاؤ او  دقرآن د خدمت لپاره دمصر د اوقافو د وزارت  هلوځلو  ته په اشارې سره ووئيل، دغه وزارت  د قرآن  کریم   د اهتمام په خاطر ډول ډول پروګرامونه اجرا  کړي دي چې په هغو کې د مصر دقاریانو د اتحادئې د غړو،د جماعت د امامانو او واعظانو،دمیرمنو دځانګړو ټولنو،لوړپوړو قاریانو له قرآن کریم سره د انس محفلونه او دغه راز  د  قرآن دحافظانو د روزنې  او د تلاؤت د مرکزونو د ځانګړو  مرکزونو  افتتاح د لومړي ځل لپاره ده.
همداراز راپورونه ښئ چې  دمصر داوقافو وزارت  د غواي د میاشتې په شلمه نیټه په چارشنبې ورځې د د قاهرې په  امام حسین جومات کې د  احمد نعینع دقرآن د تلاؤت مرکز، په عمرو بنعاص جومات کې د شیخ طه نعماني د تلاؤت مرکز  او په الحمد جومات کې د  شیخ تمیم المراغي  مرکز  مخه کتنه  کړې ده.
ددغومرکزونو له افتتاح وروسته  چې د مصري ښاریزو  په هرکلي سره ترسره شوي، د ماسپښین لمانځه وروسته د قرآن کریم د تلاؤ د زده کړې لومړنۍ غونډې،د ولولناکو اومینه  ناکوپه پرتمین شتون سره ترسره شوې. 
https://iqna.ir/fa/news/4140510/