IQNA

د قرآن نړیوال خبری آژانس(ایکنا)په ۲۲ژبو خپریږي

6:36 - May 15, 2023
د خبر لمبر: 3487336
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ددفتر دنړیوالو چارو  دمرستیال آیت الله محسن قمی په شتون سره  د قرآن نړیوال خبري آژانس ویب پاڼې ته د تاجیکی ژبې د پاڼې  ورزیاتیدا  د دستورو مخ کتنه وشوه او دغه راز اوس  ایکنا په  ۲۲ ژبوخپریږي.

ایکنا خبری آژآنس راپور راکړ،  د قرآن دنړیوال خبری آژانس د دوویشتمې ژپه توګه  د تاجیکی ژبې ویب پاڼه ، د غواي د میاشتې په ۲۴نیټه  د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ددفتر دنړیوالو چارو د مرستیال آیت الله محسن قمي ، د پوهنتوني جهاد دم شر حسن مسلمي نائیني  او د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر دنړیوالو چارو او ارتباطاتو دمرستیالۍ قایمقام سید مهدي مصطفوي  په شتون سره افتتاح شوه.

آیت الله محسن قمي  د ایکنا خبری آژانس د دفترد لیدو په وخت  ددغې رسندوئې په کړچار  او د فارسي ژبې د محتوا دتولید او خپرونې دڅرنګوالی په لیدو او ددغې نړیوالې رسندوئې   په نورو ژبو د ترجمې اوژباړې لپاره د خبرونو د ټاکلو د رودې په ستایلو سره د ایکنا خبری آژانس د دوویشتمې ژبې د ویپ پاڼې په توګه  د تاجیکی ژبې ویپ پاڼه افتتاح کړه.

 د قرآن نړیوال خبری آژانس  چې د  نامې په مختصر کیدا سره ایکنا لوستل کیږي، د هیواد په خبری آژانسونو کې  د ژبو دشمیر له پلوه لومړی مقاملری او  ددغې رسندوئې  دژبو زیاتیدا  دقرآني خبرونو نړیوال اړخ  نوره هم زیات کړی ی، لکه څنګه چې دمګړئ د بهرنیو ژبو ویب پاڼو ته  د مراجعې اندازه  د ایکنا ویب پاڼې  دلیدونکو په سر کې ده.

 د تاجکستان او ازبکستان د رسمي احصایو پهاساس، د تاجیکی ژبې  ویونکو شمېر ۹ میلیونه دی او د غیر رسمي شمېرو یا احصایو له مخې په ازبکستان کې له ۱۰ تر ۱۲ میلیونو پورې خلک په دغې ژبې خبرې کوي.  داهم وئيل کیږي چې دمینځنۍ آسیا له تاجکو څخه څلویښت فیصده تاجکان په ا تاجیکستان او ازبکستان کې ژوند کوي او نور شپیته فیصده تاجکان هم په افغانستان کې ژوند کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4140719

captcha