IQNA

ټول دینونه باید د صهیونیسټي رژيم د ظلم په وړاندې ودریږي

16:38 - May 15, 2023
د خبر لمبر: 3487339
ایکنا-(تهران) آیت الله اعرافي د شرق آشور کلیسا نړیوال رهبر سره په کتنې کې ووئيل، د ټولنې د اصلي سلول په توګه   دکورنۍ دړې وړې کیدایو هغه چیلنج دی چې باید دینونه ئې د  تاوانونو  د زیاتیدا مخه ونیسي.

ایکنا د مهر له قوله راپًور راکړ، د ایران دعلمیه حوزو مدیر آيت الله اعرافي   په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  ټول دینونه دې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او ظلمونو په وړاندې مقاومت وکړي.

 د ایران دعلمیه حوزو مدیر آیت ا... علی رضا اعرافي پرون ناوخته د شرقي آشوریانو دکلیسا له نړیوال رهبر پاټریّرک مار آوا روئيل  سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره  چې  دینونه باید د بشریّت په اوسنیو چیلنجونو کې رغنده رول ولوبوي ، زیاته کړه ، د هغه ظلم او ستم نظام چې  دنړۍ په معادلاتو کې شته دی،د هیڅ یوه انسان لپاره  دمنلووړ نه دی  او ټول دینونه دې  ددغه ظلم او ستم په وړاندې غږمله اقدامات  وکړي.

آیت ا...اعرافي ووئيل، د ټولنې د اصلي سلول په توګه   دکورنۍ دړې وړې کیدایو هغه چیلنج دی چې باید دینونه ئې د  تاوانونو  د زیاتیدا مخه ونیسي.

د ایران د علمیه حوزو مدیر  روښانه کړه ، دینونه ددې په ترڅ کې چې  خپل هویتونه خوندی ساتي،باید په مشترکو برخو کې ګډ فهم او ګام پورته  کولو ته مخه کړي .  آیت ا.... اعرافي  ددې خبرې په کولو سره چې  دا یران  اسلامی جمهوریت  د داعش د انحرافي تفکر په وړاندې ودرید  او اوس د وحشي صهیونیسټي  جنایتکار  رژيم په وړاندې هم مقاومت کوي، ټينګار وکړ،  ایران په فلسطین کې د  اهل سنت وروڼو  ترڅنګ  دریږي او   ددغو وروڼو  او عزیزانو څخه په دفاع کې   ځانونه قربانوي  او ټول دنده لري ، د صهیونیسټي رژيم د ظلم او کړاؤ په وړاندې ودریږي.

https://www.mehrnews.com/news

captcha