IQNA

په مکې مکرمې کې په هوټل کې په اور لګیدنې کې8 حاجیان ووژل شول

9:56 - May 20, 2023
د خبر لمبر: 3487360
ایکنا-(تهران) د پاکستان قونصل ویلفیّر ټولنې د راپور په اساس ،اور پرون ناوخته په مکې مکرمې کې په ابراهیم خلیل روډ کې په نوموړي هوټل کې لیګیدلی ؤ.د خبر ترمخابیره کیدا پورې په اور کې په د وژل شوو څلور پاکستان پيژندل شوي دي.

ایکنا دجنګ نیوز له قوله راپور راکړد عربستان په مکې شریفې کې په هغه هوټل کې پرون ناوخته اورلیګیدلی چې پاکستاني حاجیان پکې دیره وو،او  پر نور تاوان سربیره ئې کابو اته پاکستاني حاجیانو ژوند اخستی او دغه راز یو شمیر نوره هم ټپیان شوي دي

 په راپور کې وئيل شوي دي، د پاکستان قونصل ویلفیّر ټولنې د راپور په اساس ،اور پرون ناوخته په مکې مکرمې کې په ابراهیم خلیل روډ کې په نوموړي هوټل کې لیګیدلی ؤ.د خبر ترمخابیره کیدا پورې  په اور کې په  د وژل شوو څلور  پاکستان پيژندل شوي دي. دا هم وئيل شوي دي چې د پاکستانیو حاجیانو تعقلق ددغه هیواد له پنجاب صوبې سره دی او د وهاړي او قصور سیمو اوسیدونکي دي ، داهم وئيل شوي چې په ټپیانو کې ځيني میرمنې هم ترسترګو کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې دحج دمناسکو په وخت زیاتره د بریښنا د مزو یا د ګیسو د هیټر دخرابي له امله اور لګیږي چې د لسګونو حاجیانو ژوند اخلی خو تر دې دمه دغه شان مشکلاتو په حل کولو کې دعربستان اړونده ادارې  پاتې راغلی دي.

https://jang.com.pk/news/1227825 

captcha