د قرآن کریم اته اویایمه سوره ، ؛نبا؛نومیږي. دغه سوره په څلویښتو آیتونوسره د وروستۍ سپارې یعني د دیرشمې سپارې لومړنۍ سوره ده . ؛نبا؛ سوره چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په تربیب کې اتیایمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پیغمبر(ص)نازله شوې ده.
دغه سوره په دې مناسبت ؛نبا؛ نومول شوې چې ددې دوهم آیت د ؛نبا عظیم ؛ خبره کوي.
ددغې سورې اساسی موضوع د قیامت د ورځې ضرورت او حتمي شونه او د هغې ورځې د ځانګړنې د بیانولو او د هغې د شتون دلیل دی.په پیل کې دهغې تل پاتې دنیا او نظام چې پر دې نړۍ کې شته، خبر ورکوی، د مثال په توګه،د مځکې د حرکت،دروجیّت مسئلې، آسماني کرات،د شپې ورځې شتون،د باران ورښت، دمځکې ژوندي کیدا او ورباندې د حاکمو قوانینو په باب د طبیعت ځينی نظامونه ، بیانوي ،او له دې وروسته ټينګار کوي چې د قیامت ورځ به واقع شی او د انسانانو وعده ده.
نبا سوره د سترې پيښې او خبر په باب یعني د قیامت دورځې د رارسیدا په باب خبرې کوي او د هغې په قطعي شونې او رښتیاوالی ټینګار کوي او ورباندې محکم او مضبوط دلیلونه راوړي . دسورې پیل داسې دی چې خلک له یوه بله د قیامت د خبر په باب پوښتنې کوي، وروسته خداوندمتعال په ګواښونکي لهجې سره فرمائي ، ډیر زر به ورڅخه خبر شئ.::
نبا سوره د قیامت د ورځې او هغو د پيښو په باب هم خبرې کوي او په دغې ورځې د نیکو کسانو او بدکارو و ګناهګارو ځائيګی بیانوي.
د سورې په دوام کې د قیامت د ورځې د شتون د اثبات لپاره ،داسې راغلي دي چې مادي دنیا ترټولو روښانه او ښه دلیل دی پر دې چې له فنا کیدونکي دنیا وورسته به یوه ثابته او باقي پاتیکیدونکي دنیا وي او هغه ورځ ،د انسانانو په عملونو د سنجونې ورځ ده .نو دهغې ورځې پيښې ښودل شوي دی چې درست خلک په هغه ورځ ښودل کیږي او هغه کسان چې د خداي تعالی په وړاندې ئې سرکشي او مقاومت کړی وي، د دردناک عذاب په لور ځي او په مقابل کې ،پاک او پرهیزګار انسانان هم دتل پاتې نعمتونو په لور منتقل شي.