ایکنا د سما میډیا له قوله راپور راکړ، ډیری اپلیکیشنونونه له قرآن کریم څخه پنځیدلي دي چې د وخت په اوږدو کې د پرمختګونو او لوړتیا شاهد دي او د هغوي تر ټولو پرمختللي ، د قرآن له آیتونو سره د مصنوعي هوش دپيوند تجروبه ده چې کارؤنکوي ورڅخه په ډير لوړ تعامل او کیفیّت سره مرسته اخلي.
؛ترتیل ؛اپلیکیشن Tarteel) )، هغه پروګرام دی چې له مصنوعی هوش څخه په استفادې سره له کارؤنکي سره د قرآن کریم په قرائت او حفظ کې مرسته کوي.
ترتیل اپلیکیشن یوخاص الیکټرانیک قرآن دی چې کارؤنکو ته امکان ورکوي ،قرآني آیتونه په غږ سره ولولي او تعقیب ئې کړي، یعني کارؤنکی ،آیتونه لولي او اپلیکیشن هغه څاري او هره کلمه چې لولوي پيژندي ئې.
دغه امکان ،یوه خاصه تجروبه ده ،په تیره بیا چې کارؤنکی پخپل غږ باندې تکیه کوي،څو آیتونه د موبایل د سکرین له ټچ کولو پرته تعقیب کړي. همداراز د هریوه آیت د معنا بیانول اودتفسیر امکان او همداراز د هغو ترجمه برابره ده او دا چاره د اسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اپلیکیشن د پراختیا لپاره ستر لرلید پرانیزي.
ترتیل اپلیکیشن د کارؤنکو له تود هرکلی سره مخ شوی دی او د هغه د محبوبیّت یو ترټولو مهم دلیل ئې په انګریزي ،عربی، فرانسیسۍ،هندي او اردو ژبو ترجمه ده .
دغه اپلیکیشن په هر دواړو پلیټ فارمونو ،یعني انډروائيډ او IOS موجود دی او یوه وړیا لومړنۍ نسخه او یوه پرمختللي نسخه په پیسو سره او په لازیاتو ځانګړنو سره پکې موجوده ده .دغه اپلیکیشن په https://www.tarteel.ai ایډریس باندې شته او ورڅخه غوره استفاده کولی شئ.
https://iqna.ir/fa/news/4142931