یکنا د وطن له قوله راپور راکړ، قرآنی کلی ، دخدای د کتاب دحافظانو کلی، او د قرآن د بیرغ پورته کونکو کلی داسې نومونه دي چې په مصر کې د الفیوم ولایت د سنورس ښار د شاوخوا ؛مطرطاس کلي لپاره مشهور دي.
کلونو کلونو مخکې په دغه ښار کې د ماشومانو لپاره د قرآن کریم د حفظ لومړنی مکتب دایر شو اوتر نن ورځې پورې په دغه کلی کې داسې کوم کور نشته چې دخدای د آسماني کتاب یو یا څو حافظان پکې نه وي ،او حتی د کلي په لسګونو کورنۍ داسې هم شته چې له بوډاګانو رانیولې تر ځوانانو،میرمنو او سړیو پورې ټول ئې د قرآن کریم حافظان دي.
د مطرطارس کلی د مصر دهیواد په سویه یوازینۍ پيژندل شوی کلی نه دی ،بلکې له هغه مهاله چې ددغه کلي بچیانو د قرآن کریم دحفظ په نړیوالو سیالیو کې هم ځلیدلي او مشهورتیا اوغږ ئې په ډیرو هیوادونو کې آوریدل شوی دی.
د قرآن کریم د حفظ لپاره د کلي په ټولو اوسیدونکو کې سخته سیالي موجوده ده تر دې چې په دغه کلي کې د حافظانو شمیر څه دپاسه شل زره تنو ته رسیږي.
د مطرطارس کلي کې د قرآن کریم یو حافظ شیخ احمد محمد یوسف چې د مصر دالازهر پوهنتون یو معتمد دی ، ددې خبرې په کولو سره چې د قرآن کریم د حفظ لپاره مناسب عمر له پنځه کلنۍ پیلیږي، ټينګار وکړ، د ماشومانو د د قرآن کریم حفظ کابو شپږ کاله وخت اخلي او په همدې دلیل د قرآن کریم زیاتره زده کونکی تر شپږم کلاس یا ډير ترډيره ترمینځنیو کلاسونو پورې د ټول قرآن حافظ وي.
https://iqna.ir/fa/news/4143764