IQNA

د حضرت امام خمیني لیدتوګو په نړۍ کې اوڅاره بدلونونه راوستل

11:59 - May 28, 2023
د خبر لمبر: 3487403
ایکنا-(تهران) د پاکستان یوه تکړه څيړاند او شناندي عبدالله ګل ووئيل، حضرت امام خمیني د خپلو لیدتوګو په سبب په نړۍکې پیژندل کیږي او هرچرته د هغه په باب خبرې کیږي او نن سبا اسلامی انقلاب د ایران په پولوکې کلابند شوی نه دی. 

ایکنا د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د پاکستان یوه تکړه شناندي او څیړاند ووئيل،د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني یود داسې غوره شخصیّت ؤ چې  د اسلام او بشریّت اصلي څیره ئې نړیوالو ته ورمعرفي کړه.

د غبرګولې څوارلسمه نیټه  د  ایران د اسلامی انقلاب د اروښاد لارښود حضرت امام خمنیی و وفات کلیزه ده.

د پاکستان یوه غوره څيړاند او کارپوه عبدالله ګل په پنډۍ کې  له ایران پریس خبری آژانس سره د حضرت امام خمینی د رحلت دکلیزې په مناسبت  په یو لړ خبرو کې  روښانه کړه، حضرت امام خمیني  نه یوازې د مسلمانانو لپاره،بلکې  ددرستې  مستضعفانو لپاره هم یوه غوره شخصّت ؤ ،ځکه  د دوي شعار د حقیقي اسلام او  ورورولي مطرح کړه.

دپاکستان دغه څيړاند ټينګار وکړ،حضرت  امام خمیني  دغه شعار یوازې د مسلمانانو لپاره وړاندې نه کړ، او د دوي موخه د بشریّت  نیکمرغي او دسولې پوره کیدا وه او دغه لیدتوګې  د یوې څپې په څیر نړۍ و څنډله او بدلون ئې راوست.

عبدالله  ګل  ووئيل، حضرت امام خمیني  د خپلو لیدتوګو په سبب په نړۍ کې پیژندل کیږي او هرچرته د هغه په باب خبرې کیږي او نن سبا  اسلامی  انقلاب  دایران په پولوکې  کلابند شوی نه دی.  دپاکستان دغه څیړاند همداراز ټينګار وکړ، اوس ثابته شوې ده چې  د حضرت امام خمیني اسلامی انقلاب  هیڅکله هم پاي نه دی درلودلی او هماغه شان دوام لري،  ځکه  د حضرت امام خمیني  د لیدتوګو جامع هدف یوازې شیعیان نه  وو،بلکې د ا سلامی نړۍ لپاره  وې او پیغام ئې هم  د  مسلمانانو ورورولي ، اتحاد سوله او مقاومت  دی.

https://farsi.iranpress.com/asia-i232937

captcha