ایکنا د shehabnews له قوله راپور راکړ،هشام برزق وائي،یوه میاشت مخکې راهسې ئې پخپله خوښه ددغه کار لپاره د جومات په داخل کې هره ورځ تر کابو درو ساعتونو پور وخت مخصوص کړی دی.
هغه زیاته کړې ده ، یوه مرکز ته مو د مرمت لپاره څوقرآنونه ولیږل ، خو لګښت ئې ډير زیات ؤ او دغه کار مو تکرار کړ، البته چې دقرآنونو شمیر زیات دی او په همدې دلیل ددغو قرآنونو دمرمت لپاره په یوې لارې چارې پسې وم او ددغه کار د الهی انعام دترلاسه کولو لپاره مو دغه کار پیل کړ.
د غه فلسطینی بوډا روښانه کړې ده ، د جومات په داخل کې مو د قرآن کریم د کتاب دمرمت کولو لپاره یوه واړوکي کوټه په نظر کې ونیوله ، ځکه تر یوه حده مناسب شرائط لري او هم پکې بریښنا شته او هم پکې الماریانې، چې د ما لپاره ئې کار آسان کړی دی .
هشام برزق په دوام کې ووئيل، د قرآن اصلاح او مرمت کول، چسب او کاغذونو ته اړتیا لري د جومات یوه ګاونډي دغه لګښت منلی دی.
ددغه قرآن دوسته فلسطینی د کار په اړه یوه ویډیوئي کلیب او دغه راز انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.