ایکنا د الشرق الاوسط ورځپاڼې له قوله راپور راکړ،د عربستان د حج او عمرې د چارو مرستیال وزیر عبدالفتاح مشاط ووئيل، دحج وزارت د هیوادونو د حاجیانو د شمیر په مشخص کولو کې له کرونائي بحرانه له مخکې لارو چارو څخه استفاده کړې ده،ځکه هدف دا دی چې د حاجیانو شمیر له هماغه کرونائي بحرانه مخکې شمیر ته ورګرځي.
هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې د اوسنی حج دستورې ځانګړی دي او په مقدسو مشاعرو کې درست خدمات تیار دي،زیاته کړه،په روان کال کې له هرډول بیړنیو حالاتو سره د مقابلې لباره وارمخکې پلانونه جوړ شوي دي.
په عین حال کې ، په مکې مدینې کې د حرمین شریفین د چارو عمومی ریاست،د سږکال حج د دستورو لپاره ددغې ادارې عملیاتي پلان ،چې ددغو مقدسو ځایونود تاریخ په اوږدو کې ترټولو لوي پلان یاد شوی ،پیل شوی دی.
د حرمین شریفیّن د چارو عمومی مشر عبدالرحمن السدیس هم ددې خبرې په اعلان کولو سره ووئيل، دغه عملیاتي پلان داسې چورلیزونه لري چې د هیواد د ۲۰۳۰ کال دلرلید له موخوسره په ارتباط کې دي. السدیس دې ته په اشارې سره د حرمین شریفین دچارو عمومی ریاست سږکال عمله ددغو مقدسو ځایونو په تاریخ کې ترټولو لویه عمله ده ،زیاته کړه ، په حرمیّن شریفین کې د فعال ځواک ټولګه ک ابو څوارلس زره تنه ده.