ایکنا دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په هندوستان کې د اوړیسا صوبې په دغه اورګاډي کې د تلفاتو شمېر شاوخوا ۳۰۰ تنو ته لوړ شوی او د ټپيانو شمېر هم تر ۹۰۰ تنو واوښت. هندي رسنیو پر ځايي وخت نن تر غرمې پورې، د دغې پېښې د مړو شمېر له ۲۹۰ تر ۳۰۰ کسانو ښودلی دی.
د اوړیسا د اور وژنې ادارې عمومي مشر د سختو ټپیانو شمېر ډېر اعلان کړ او ویې ویل چې د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري.
د پېښې ځای ته تر ۲۰۰ ډېر امبولانسونه استول شوي دي. له هغو ۸۰ ډاکټرانو سره چې له پرون راهیسې په سیمه کې د ټپیانو د درملنې لپاره موجود وو، ۱۰۰ ډاکټران هم شامل شوي دي.
دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو تیز رفتار ریل ګاډی چې له بنګلور څخه بنګال ته روان وو، د کلکتې – چنای په لاره روان اورګاډي سره ټکر شو.
دغه ایالت د شنبې په ورځ د قربانیانو د درناوي په موخه، د عام ماتم ورځ اعلان کړې ده.