IQNA

د ذهنی او بدني پرکوَټې زهرا تلخابی د ټول قرآن حافظ شونه له تمې لیرې نه ده

14:50 - June 08, 2023
د خبر لمبر: 3487446
نابینا، ذهني او بدني پرکَوټه  او او دقرآن حافظه میرمن زهرا تلخابی ، نن سبا  دهغه ځانګړی امتیاز په وسیله چې  ئې لري، د قرآني ټولنې د توجه وړ ګرځيدلې ده . ایکنا د قرآن کریم په حفظ کې د میرمن زهرا د ترټولو وروستي پرمختګ څخه دخبریدا په خاطر د هغې دحفظ له استاد اومور پلار سره خبرې کړي دي چې ستاسو پام ورته غواړو.

میرمن زهرا تلخابی ،نابینا،زهني او بدني پرکَوټه،د قرآن حافظه او د فراهان د شاوخوا فرمهین ښار اوسیدونکي ده او نن سبا د زیاتره قرآنیانو لپاره پيژندل شوې ده او د هغه ځانګړي امتیاز په خاطر  چې  لری ئې ،د قرآني ټولنې ډيره زیاته توجه وراوښتې ده. زمونږ زهرا  چې دنیا د قرآن نورانی آیتونو  په وسیله ویني،په بې زبانو په ژبه م ونږ د قرآن په لاره کې حرکت ته هڅوي او یادونه کوي،په ټولنې کې د قرآن د فرهنګ د خوریدا لپاره هیڅ عذر او پلمه  دمنلو وړ نه ده او باید په قدرت او انګیزې سره پرمخ لاړشو.

 د قرآن د حفظ استاذه میرمن معصومه نادي،میرمن زهرا د خپل کاریوه ویاړمنه کارنامه او الهي موهبت ګڼي او وائي،زهرا ډيره وړتیا لرونکي میرمن ده او د زده کړې ډيره اندازه د هغې د پلار په غاړه ده.

هغې د قرآن ددغې حافظې د پرمختګ بهیر په وروستیو پنځو میاشتو کې ډير زیات مثبت بللی او وئيلي ئې دي ،زهرا په تیر یوه کال کې د حافظانو د جام له ختمیدا وروسته یوازې  د قرآن یوه سپاره حفظ کړې وه، خو په دغې مودې کې توانیدلې ده ،اولسمه او اتلسمه سپاره چې د قرآڼ ترټولو سختې او مشکلې جزئې دي،هم حفظ کړې او د شلو سپارو حافظه شوې ده او یویشتمه سپاره  ئې هم ترختمیدا حده رسولې ده. ډيره هیله منه یم د خداي په عنایت او مهربانۍ سره،هغه استعدادونه چې په زهرا کې ئې وینم ،د ښاغلی تلخابی او دهغه ماندنې زهرا ملاتړونو په وسیله به زهرا سږکال د ټول قرآن حافظه شي او دا حتما شونې ده.

خانواده تلخابی

د زهرا مور په مختلفو برخو کې د لازمې تعقیبونې لپاره د ایکنا په ستاینې او قدرونې سره  ایکنا ته ووئیل، ممکنه ده ځینی خلک احساس کړي  نابینا او پرکوَټ کسان دکوم کار ترسره کولو جوګه  نه دي،خو زهرا ثابته کړه چې کله څوک څه شی وغواړي نو بیا ئې کولی شي، که څه هم  په دغې لارې کې له ډيرو ټيټو هسکو سره مخ شوو،خو دغه پيښې نه یوازې د مونږ د ناامیدئ سبب شوي نه دي ،بلکې مونږ  ئې ددغه کار دترسره کولو لپاره لازیات هوډمن کړي هم یوو.

https://markazi.iqna.ir/fa/news/4134307 

captcha