IQNA

په تېرو دوو کلونو کې ایران د افغان کډوالو لومړی مقصد(مقاله)

16:51 - June 11, 2023
د خبر لمبر: 3487459
د کډوالو نړیوال سازمان اعلان وکړ چي په تېرو دوو کلونو کې، د ایران اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو په لومړي مقصد بدل شوی دی.

 ایکنا د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له ۲۰۲۱ میلادي نه بیا تر ۲۰۲۲ میلادي کلونو پورې ۳ میلیونه او ۶۰۰ لکه افغان وګړي ایران او نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي، له دې شمېر نه ۷۰ سلنه یعني دوه نیم میلیون افغانان ایران، ۱۸ سلنه یعني ۶ لکه او ۳۰ زره پاکستان، ۱۱ سلنه یعني ۳۸۷ زره ترکیې او اروپا او پاته دوه سلنه یعني ۶۳ زره افغانان نورو هیوادونو ته کډوال شوي . دا په داسي حال کې دی چي په ایران کې میداني واقعیتونه ښودنه کوي چي ایران ته د راوښتیو افغان کډوالو شمېر له دې نه زیات دی، دا په دې معنا ده چي افغانان ایران د خپل هیواد په څېر بولي، د ایران د حکومت او د ولس ښه سلوک ته په کتو سره اکثره افغانان ایران ته د راتلو ګروهنه لري،

د سیاسي چارو شناند علی خزایی په دې اړه وایي:  ایران او افغانستان په ورته فرهنګي تمدن کې قرار لري او ډېره موده نه کیږي چي افغانستان د برتانیې د استعماري سیاستونو په پایله کې له ایران څخه بېل شوی دی، په همدې خاطر د افغانستان ولس په ایران کې د ارامښت احساس کوي او ورسره په پوره احترام چلند کیږي چي دا ډېره ارزښناکه خبره ده، حقیقت دا دی چي افغان کډوال په تېرو څلورو لسیزو کې چي په ایران کې پاته شوي هیڅکله مهاجر کېمپونو کې نه دي اوسېدلي بلکې په ښارونو کې د خلګو تر څنګ میشت شوي او مختلف کسب او کارونو ته لاس اچولي او استادان شوي دي، چي افغانستان ته د راستنېدو په صورت کې د خپل هیواد له بیارغونې سره پوره پوره مرسته کولایشی، د افغانستان په نورو ګاونډ هیوادونو کې افغانانو سره ناوړه چلند کیږي او په ډله ایزه توګه له امنیتي ځواکونو له لورې نیول کیږي خو دلته ایران کې د حکومت چلند له افغان کډوالو سره، د اسلامي رافت او ورورولی پر بنیاد دی او دا مساله په افغانستان کې د حکومت له څرنګوالې سره تړاو نه لري.

افغان کارپوه سید عیسی حسینی مزاري په دې اړه وایي: د ایران ولس او حکومت تل له افغان ولس سره، ښې اړیکې پاللې دي او دا مساله د دواړو هیوادونو ګډو فرهنګي او دیني ارزښتونو ته ورګرځي، دا د دې سبب شوی چي افغان خلګ په ایران کې د نابلدتیا او غربت احساس نه وکړي او د ایران حکومت هم د افغانستان سختو حالاتو ته په کتو سره، د افغانانو د راتګ په وړاندې نرمښت ښودلی دی چي دا کړچار په نړۍ کې بې سارې ده. په هر صورت :ې په تېرو دوو کلونو کې زیاتې ناوړې هلې ځلې وشوې څو د ایران او افغانستان د ولسونو تر مینځ کرکه پیدا کړای شي چي د دواړو لورو په هوښیارتیا سره، دغې توطئې ناکامې شوې او افغان کډوال او ایراني ولس لاهم خپلې دینې ورورولۍ ته دوام ورکړي دي، همدارنګه د ایران حکومت په افغانستان کې هم خلګو سره د مرستو هڅه کړې ده او کوښښ یې کړی دی چي افغانستان کې خلګ له کړاونو سره مخ نه شي.

په همدې چوکاټ کې دی چي نړیوالې ادارې او په تېره بیا د بشري حقوقو پورې اړوندې ادارې په کراتو له افغان کډوالو سره، د ایران د حکومت او د خلګو د چلند قدرونه کړې ده، د ایران ولس هیلمن دی چي د طالبانو حکومت هم د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنیاد د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې په خپلو ژمنو عمل وکړي او خپلو سیاسي لوبو ته د پای ټکۍ کښېږدوي.

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134260

captcha