ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د مسجد الحرام او مسجید النبي د چارو د عمومی ریاست د ټولنیز چینلونو څانګې پخپل ټوئيټر کې یوه ویډیو خپره کړې ده چې دخانه کعبې د پرَدې د ساتلو لپاره د ملک عبدالعزیز له کمپلیکس څخه د لیدونکو د ورتګ په باب ده او په دغې کتنې کې د کمپلیکس مکمل جزیات د یوه رباټ له لارې د میلمنو په اختیار کې ورکول کیږي.
دغه رباټ د خانه کعبې د پرَدې او د هغې د اجزا په باب او د پخوانیو ټوټو او پُرزو او د کعبې شریفې د ځینو اړونده شیانو پشمول د ملک عبدالعزیز کمپلیکس د برخو په باب حاجیانو او زیارتوالو ته توضیحات وړاندې کوي.
د مسجد الحرام او مسجد النبي د چارو د ادارې م شر عبدالرحمن السدیس په همداوروستیو کې وئيلي دي چې د حج په شپو ورځو کې حاجیانو وړاندې کونکي خدمات زیات او ښه شوي او په دغو خدماتو کې له ماډرن ټیکنالوجیو او مصنوعي هوش لرونکو میکانزمونوڅځه پکې استفاده شوې ده . داسې چې سمارټ رباټونو او الیکټرانیکي پروګرامونو څخه د حاجیانو د تجروبې د بډائ کولو او د دمناسک د آسانولو او د ترسره کولو د امکان لپاره استفاده کیږي. پردې سربیره دغه رباټ په عربی، انګریزي فرانسوي ،روسی ،فارسی، ترکي ،مالیزي،اردو، چیني ،بنګالي او هوسا ژبو هم خبرې کولی شي.ایکنا ددغه ترجمان رباټ په باب چې په مکې مکرمې کې د خانه کعبې د پرَدې د اوبنې د کمپلیکس د لیدو په وخت میلمنو ته توضیحات ورکوي، یوه ویډیو ترلاسه کړې چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوي.