ایکنا د العتبة الحسینیه المقدسیه له قوله راپور راکړ،د عربی او القلم خوشخطۍ مرکز چې له حسیني عبته کې له دارالقرآڼ سره اړونده دی، له عربی او اسلامی هیوادونو څخه د خوشنویسانو یا خطاطو په شتون سره د عربئ خوشخطۍ د لومړنۍ نړیوالې سیالۍ دغوره خطي آثارو نندارتون پاي ته رسولی دی.
ددغه مکرز دقرآني اطلاع رسونې د برخې مسئول کرار الشمري ددغه مرکز له رسمي سایټ سره په خبرو کې ووئيل،د حسیني مقدس آستان په دارلقرآن کریم کې د والقلم عربی خوشخطۍ مرکز هغه نندارتون چې د یوشمیر خوشنویسانو په شتون سره په بین الحرمیّن کې د ؛ وارث الانبیا؛ نومې عربی خط د سیالیو دغوره تابلوګانو د نندارې لپاره ترسره شوی ؤ پاي ته ورساوه. هغه ووئيل، په دغه نندارتون کې د اردن ،مصر، بحرین، عمان ،الجزایر، ایران،انډونیشیا،ملایشیا،پاکستان او عراق د خوشنویسانو ۱۱۳هنری آثار نندارې ته وړاندې شول.
الشمري زیاته کړه، په دغه نندارتون کې چې تر درو ورځو پورې ئې دوام درلود،د عربی خوشخطۍ د ورکشاپونو دترسره کیدا،د آثارو د لاسلیک و ویشل کیدا، او همداراز په تیر وخت کې د خوشنویسانو د درنښت او یاد لپاره دیوه سمینار ترسره کیدا شامله وه.
د حسیني مقدس آستان تولیت او منجَور او د مرجعیّت نماینده شیخ عبدالمهدي الکربلائي پخپل دفتر کې د وارث الانبیاء نړیوالې سیالۍ د لومړني پړاؤ دترسره کونکي پلاوي سره په کتنې کې ددغه غوره او ښه نندارتون په ترسره کولو هرکلی او ستاینه وکړه . هغه په عین حال کې حکم ورکړڅو په راتلونکو کلونو کې ددغې سیالۍ لپاره غوره جایزې په نظر کې ونیول شي.