IQNA

د لیبیا جایزې د قرآن نړیوالې سیالۍ پاي ته ورسیدې(فیلم)

6:33 - June 17, 2023
د خبر لمبر: 3487484
د لیبیا جایزې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د یولسم پړاؤ  د ګټونکو په اعلانیدا سره دغه سیالۍ پاي ته ورسیدې.

ایکنا د لبیا اخبار له قوله راپور راکړ، د لیبیا جایزې دنړیوالو سیالیو د یولسم پړاؤ ترسره کونکي پلاوي د غوره کسانو په اعلانولو او د ددغې سیالۍ د ګډون کونکو په ستاینې اومننې سره  ددغو سیالیو د ختمیدا اعلان وکړ.  دغه سیالۍ د لیبیاد اسلامی چارو او اوقافو د  عمومي ادارې په همت سره ترسره شوې.

ددغوسیالیو ددغه پړاؤ په پاي کې ،د ټول قرآن کریم په حفظ برخې کې د لیبیا صهیب الحبوني ، له تفسیر سره یوځاي د ټول قرآن دحفظ په څانګې کې د  لیبیا عبدالسلام فتحي العمروني  او    

له امریکا څخه  عدین شهزاد رحمن په دوه ګوڼو روایتونو سره د قرآن د حفظ په برخې کې  لومړی مقام ګټلی دی.

ددغو دستورو په پاي کې  په دغو نړیوالو سیالیو کې  پر ګټونکو سربیره د ګډون کونکو او همداراز د ددغو سیالیو د ترسره کونکو کمیټیو  قدرونه اوستاینه هم وشوه.

ددغو سیالیو په څنډې کې اعلان وشو  چې دقرآن د نړیوالې جایزې  او سیالۍ کونکو څخه  په لومړۍ مرحلې کې دنړیوالو سیالیو  نړیوال انجمن جوړ شوی  او  هغو د بودجې لپاره مرکزي کمیټي  او همداراز د ګډون کونکو او قاضیانو  د مبادلې  او د جایزو د ورکولو لپاره  پروګرام هم ټاکل شوی دی.

ددغې ټولنې د عمومی منشي  په توګه  دیمن صدیق محمد عبدالله ، د هغه د مرستیال په توګه د لیبیا  عبدالجلیل مهدی  او د ددغې ټولنې د ویندوي په توګه له سومالیا څخه  عبدالباري العلمي  ټاکل شوي دي.

د لیبیا جایزې  د قرآن نړیوالوسیالیو یولسم پړاؤ  د غبرګولې د میاشتې له څوارلسمې تر ۲۳ نیټې پورې د لیبیا په بنغازي ښار کې ترسره شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4147987

captcha