IQNA

د دوحې د کتاب په نندارتون کې په طلالیکل شوی قرآن یو میلیون ډالري قیمت لري(فلم)

15:24 - June 19, 2023
د خبر لمبر: 3487495
د قطر د دوحې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت په طلا لیکل شوي قراني کم پیدا کیدونکي نسخه نندارې ته وړاندې شوې ده.

ایکنا د الشرق له قوله راپور  راکړ، ددوحې د کتاب د نړیوال نندارتون په دوه  دیرشم پړاؤ کې  نن سبا د  دوحې د نندارتونونو او  غونډو په مرکز کې دترسره کیدا په حال کې دی ، د خوشخطۍ او فتي خط  او دهغو د تاریخي ارزښت په سویه  د کم پیدا کیدونکو قرآني  نسخو  د یوې ټولګې  د نندارې شاهد دی.

دنړیوال تجارت  او هنر خپروندوئې موسیسې  راپور ور کړی دی چې د دوحې د کتاب په نړیوال نندارتون کې    د یو میلیون ډالرو په ارزښت دقرآن کریم په لاس لیکل شوي یوه نسخه  نندارې ته وړاندې شوې ده  .

د قرآن کریم دغه نسخه  له ۱۱۸۰هجری قمری کال سره اړونده ده او ددې پر جلد باندې او  د متن کرښې  ئې په ۲۴عیار طلا سره ښکلی کړئ شوي دي.

دغه قرآني نسخه  دې ته په پام سره چې دعثماني پړاؤ، یوه نفیسه او ګرانبّیه نسخه ده ،په نړۍ کې یوه  کمه پیداکیدونکي او ځانړي نسخه  شمیرل کیږي.

د قطر الشرق ورځپاڼې  هم په یوه راپور کې وئيلی دي ، چې  د دغه قرآني نسخې د کتابت او تذهیب  کار د عثماني پړاؤ یوه ترټولو مشهور خوشنویس  مصطفی افندي  په وسیله  ترسره شوی دی.

د نړیوال هنر او تجارت د خپروندوئې مدیر مسلم سقا امینی د اخستونکي د شتون په بڼه کې د قرآن کریم ددغې نسخې دپلورنې د امکان په باب ووئيل،  متخصصان او هغه کسان چې  په دې زمینې کې فعالیت کوي ،  دغه بیّه ئې پرې  کیښودلې  او  خپروندویه احتمالا ددغې کم پیداکیدونکي نسخې پر پلورنې فکر کوي.

ټاکل شوې ده د قطر د دوحې د کتاب نړیوال نندارتون  چې د غبرګولې د میاشتې له  ۲۲پيل شوی ، دغبرګولې تر ۳۱نیټې پورې به دوام ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4148385

captcha