IQNA

د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره د حرم د مدافعو شهیدانو د کورنیو لیده کاته

13:42 - June 21, 2023
د خبر لمبر: 3487506
د حرم د مدافعو شهیدانو یوشمیر کورنئ پرون (سه شنبه) د ذې الحجې په لومړۍ نېټه چې د حضرت علي (ع) او حضرت زهرا (س) د واده له کلیزې سره برابره وه، په امام خمیني (ره) حسینیه کې  د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مېلمانه وو.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د راپور له مخې؛ په دغه کتنه کې د شهید مجید قربانخاني کورنۍ غوښتنه وکړه چې د هغوی د لور زینب قربانخاني د نکاح خطبه دې د اسلامی انقلاب د معظم  لارښود له خوا وویل شي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د واده له خطبې وروسته دواړو ته د خوږ ژوند دعا وکړه او وفرمایل: په ګډه جوړ راشئ، پاک او صادق واوسئ، تر څو ژوند مو خوږ شي.

البته دا ټوله کېسه نه ده.

د نکاح د خطبې له لوستلو وروسته، د شهید قربانخاني پلار له حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي څخه وغوښتل چې د شهید له مور څخه وغواړي چې تورې جامې بدلې کړي. هغه غوښتنه چې د دوی له مثبت ځواب سره مخ شوه او وفرمایل: "تورې جامې بدلې کړئ." موږ حقیقت نه وینو او نږدې وینو. که موږ د حقیقت سترګې درلودای او په هغه نړۍ کې مو د شهیدانو مقام لیدلی وای، نو خامخا به پر هغوی خوشاله وو او ماتم به مو نه کولو.»

مجيد قربانخاني د حرم مدافع مبارز په ۲۵ کلنۍ کې د ۲۰۱۵ کال د اپريل په مياشت کې د سوريې په خانظومان کې شهيد شو او له شهادت څخه درې کاله وروسته يې جسد اسلامي ايران ته راوړل شو. د تهران د سویلي سیمو یو ځوان چې له اهل بیت (ع) سره د مینې او کربلا ته د سفر په وجه له یو معنوي او شخصیتي بدلون سره مخ شو او بالاخره د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134712

captcha