ایکنا د centersweden له قوله راپور راکړ، دغه غوښتنه له دې وروسته مطرح شوې ده ، چې څه موده مخکې د سویډ محکمې په یوه حکم کې ،د قرآن یا مقدس کتاب سوځول د بیان د آزادۍ یوه برخه او یو قانون اعلان کړ. دغې محکمې همداراز د دغه هیواد دپولیسو له خوا د قرآن سوځونې دمجوز د صادریدا ممنوعیّت هم غلوه کړ.
په دغې غوښتې کې کې،د جون په اته ویشتمه نیټه د اټو له غونډې ترسره کیدا څو ورځې مخکې چې په هغو کې د ترکیې ،سویډ او متحده ایالاتو مسئ،لان په اروپائي اتحادئې کې د سویډ دغړیتوب په باب خبرې اترې وړي،د مظاهرو د جوړولو مجوز مطرح شوی دی.
دغه اندیښنه شته چې دغه مظاهرې د سویډي او او ترک لورو ترمینځ د نوي نښتې لامل شي او له ناټو سره د یو ځاي کیدا لپاره د سویډ په غوښتې کې مشکل رامینځة کړي.
د وئيلو ده له دې وروسته چې د ډنمارک زوړپال سیاستوال راسموس پالوډن، په جنورۍ میاشت کې په سټاکهم کې د ترکیې د سفارت په وړاندې د قرآن کریم یوه مقدسه نسخه وسوځوله،پولیسو د قرآن سوځونې دوو نورو پروګرامونو ته د امنیتی اندیښنو په دلیل مجوز ورنکړ. له دې وروسته دوو کسانو چې په سټاکهم کې د عراق و ترکیې د سفارتو په وړاندې د لمسؤنکو اقداماتو هڅې پسې وو، په دغې فیصلې اعتراض وکړ.
په اپریل میاشت کې دسټاکهم ادارې محکمې دغه فیصله لغوه کړه او وې وئيل چې د قرآن د سوځونې د محدودولولپاره د امنیتی خطرو ادعا کافی نه ده .
دسویډ عمومي څارنوال په یوې ټيلیویژنی مرکې کې وئيلي دي ، په دغې دوسیې کې لومړنۍ څیړنې دروي ، ځکه چې دسویډ په قانون کې داسې هیڅ یوه قانوني ماده نشته چې د دینی کتابونو سوځول ئې جرم اعلان کړی وي.
سویډ معمولا ادعا کوي د بیان او لیدتوګې د آزادۍ په اساس، په عمومي ځایونو اوواټونو کې د قرآن کریم د سوځولو اجازت ورکوي او په همدې اساس د قرآن کریم په سوځولو کې د پوپولیسټو افراط پالو او زوړ پآلو د اقدام مخه نشي نیولی . دغه ادعاګانې باطلې او ناسمې دي او د دهغو د صاحبانو او پيروکارو په ګټه نه دي.
د سویډ دقانون په اساس، د قرآن کریم او نورو مقدسو کتابونو په عمومي ځایونو کې سوځول او همداراز دسویډ د سلطنتي بیلګو او بیرغ سپکاوی منع دی . په عین حال کې سویډ او ددغه هیواد حکومت له دغه قانون څخه په سرغړونې کې او د مسلمانانو په سپکاویو کې د آزادۍ لرونکي هیواد په توګه په بهر کې د خپلې څيرې د بریښولو په خاطر پر ځینو کرغیړنو اقداماتو ټینګار کوي او ویاړ ئې ګڼي.