IQNA

په منا ټاټوبي کې د رمی جمرات د مناسکو ترسره کیدا(فیلم)

17:43 - June 29, 2023
د خبر لمبر: 3487552
ایکنا(مکه مکرمه)د بیت الله الحرام  څه دپاسه یو میلیون اته لکه حاجیانو چې زیاتره ئې بهرني حاجیان دي ، د قربانۍ د لوي اختر په لومړۍ ورځ پرون د منا په مشعر کې د عقبه رحمي جمرات  مناسک ترسره کړل.

ایکنا د عربستان  د واس رسمي خبری  آژانس له قوله راپور راکړ، دبیت الله الحرام  دحاجیانو لوي ټولي پرون سهار راهسې په عربستان کې د قربانۍ د لوي اختر په لومړۍ ورځې سره په یووخت د رمي جمرات مناسک  په منا کې د کاڼو په ویشتو سره ترسره کړې.

حاجیانو همداراز د امنیتي مامورانو په لارښونې  او د خدمت رسونې د پرسنلو په پراخ شتون سره ، له کومې ګڼې ګوڼې جوړیدا پرته په آرام  سره  د حج دغه مناسک  ادا کړ.

د عربستان  د رسمي خبری آژانس په دغه راپور کې ټينګار شوی دی، د جمرات پل او د شاوخوا چوکونو په لور د حاجیانو حرکت ورو ورو  او په امنیت سره  چې له مخکې منظم او برابر شوی ؤ ، ترسره شو څو دخپلې هستوګنې  ځاي ته د خدای د کور د حاجیانو تر بیرته ستنیدا پورې په روان او کرار ډول ترسره شي.

 حاجیان همداراز  پرون  د رمي جمرات مناسکو وروسته په آرام او کرار سره دقربانۍ په لور وخوځيدل او سرونه ئې وښیرل او په صفا او مروې کې  منډې  ووهلې. حاجیانو همداراز  دمناسک  د اداکولو په دوام کې په منا کې پاتې شول او د حج دمناسکو د  ادا کولو د توفقی په خاطر په الهي درګاه کې په ستاینې او مننې او ذکر سره ئې د رمي جمرات  درې واړه  عملونه  د  اوو اوو کاڼو په ویشتلو سره بشپړ کړل.

ایکنا د منا او رمي جمرات او نورو مناسکو په باب یو لنډ شان ویډیو کلیپ ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت  ته ئې هم وړاندې کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4151011

 

captcha