IQNA

په سویډ کې د قرآن د سپکاویوپه ضد د اسلامی نړۍ یو موټی دریځ (مقاله)

16:41 - July 01, 2023
د خبر لمبر: 3487561
ایکنا-(تهران) د قرآن کریم په ضد دسپکاوي اقدام د سویډ  او د درستې نړۍ  د مسلمانانو ددیني حقوقو د خلاف ورزۍ ښکاره مصداق دی چې په ځان پسې ئې د  له حکومتونو او ولسه رانیولې تر مراجعو پورې ددرستو مسلمانانو یوموټي شونه درلودلې ده. دعراق په زرګونو کسان وړمه ورځ  په بغداد کې د سویډ  دسفارت په وړاندې غونډ شول او او د سویډ د سفیر د ویستلو غوښته ئې وکړه .

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،په سویډ کې د قرآن کریم  دسپکاویو تکراریدا په اسلامی هیوادونو کې د حکومتونو،خلکو،شناندو،کارپوهانو او مراجعو له پراخو غبرګونونو سره  مخامخ شوې ده .

د جون په ۲۸نیټه د سلوان مومیکا په نامې سره یوه عراقي توکمه سویډي ښاریز په سټاکهم کې د د قربانۍ دلوي اختر  دچټیانو په لومړنۍ ورځ،ددغه ښار  دیوه مرکزی جومات په وړاندې  د قرآن پاک یوه نسخه وشلوله او بیا ئې ورته  اور  واچوؤ.

د سلوام مومیکا دغه سپک اقدام ،د سویډ د حکومت په ملاتړ سره ترسره شو.ددغه سپير او ځيږ  او بوږنونکي جنایت  شنه اشاره ، دسویډ د یوې محکمې له خوا په یوې فیصلې سره ورکړل شوې ده. دوه اونۍ مخکې دسویډ پولیسو وئيلي وو، چې ټاکل شوې ده ، په سټاکهم  کې دوه مظاهرې وشي او په هغو کې به قرآن کریم ته اور واچول شي اوپولیس ددغو مظاهرو  دمجوز   د صادرولو مخالف دی ،خو  نوموړي محکمې   دپولیسو دغه غوښته رد کړه.

یو څيړنیز خبریال ولید المقدادي چې په سویډ کې ژوند کوي، په  ؛ترټولو ښې خبرې ؛نومې پروګرام کې چې  د روسیا الیوم  چینل څخه خپریږي، ووئيل، سیلوان مومیکا د عراق په شمال کې د نینوا ولایت اوسیدونکی او یو لیبرل،ملحد او افراطي کس دی ، هغه  د سریاني ډيموکراټيک ګون بنسټګر او   د؛صقور السریان ؛نومې وسلوالې ډلې کمانډر  ؤ  چې  د داعش له نیواکه د نینوا ولایت دآزادولو لپاره جوړه کړې شوي وه. دهغه په وینا،سلوان مومیکا  په ۲۰۱۷کال کې  د جنګی جنایتونو په تور ونیول شو او وروسته د لویدیځي هیوادونو په دخالت سره  خوشي شو او سویډته لاړ اوا وس هم دداغه هیواد  د یوۀ  سرزوري  اوافراطي ګوند غړی دی.

د قرآن کریم په ضد دسپکاوي اقدام د سویډ  او د درستې نړۍ  د مسلمانانو ددیني حقوقو د خلاف ورزۍ ښکاره مصداق دی چې په ځان پسې ئې د  له حکومتونو او ولسه رانیولې تر مراجعو پورې ددرستو مسلمانانو یوموټي شونه درلودلې ده. دعراق په زرګونو کسان وړمه ورځ  په بغداد کې د سویډ  دسفارت په وړاندې غونډ شول او او د سویډ د سفیر د ویستلو غوښته ئې وکړه .

ډیرو اسلامی حکومتونو هم  دقرآن کریم په ضد په سپکایو غبرګونونه  وښودل.  د متحده عربی اماراتو  خارجه وزارت دسویډ دسفیر په احضارولو سره  ټينګار کړی چې  افراطي عناصرو ته  د سویډ دحکومت اجازت ورکول او د قرآن کریم د  نسخې سوځول ، اجتماعي ارزښتونو ته دبې احترامۍ نښه  ده  . د اردن خارجه وزارت هم  دسویډ سفیر احضار کړی ا، ټينګار ئې کړی دی،دغه اقدامات  جنایت دی او په درستې نړۍ کې  د څه د پاسه  دوه میلیارډ مسلمانانو داحساساتو دپاریدا سبب کیږي. نو ځکه دغه اقدامات، چې د کرکې او نفرت د کلتور یوه ترټولو بده بیلګه  ده ، باید ورسره مقابله وشي او د سولې  او د نورو  د منلو فرهنګ دود شي.

دعراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک  کمانډر فالح ا لفیاض  هم دغه سپير اقدام  بې ننګه ترهه ګري وبلله . د عربی نړۍ د سیاسی اقتصاد  یوه شناندي او  دنړیوالو  اړیکو څیړاند  ابوبکر الدیب  هم د سویډ په ضد د رټونکي بایکاټ  د آوزار د  کارولو غوښتنه کړې او و ئيلي ئې دي ،د قرآن کریم د سوځولو له جنایته وروسته ،د سویډ په ضد د اسلامی او عربی هیوادونو داقتصادي بایکاټ  د وسلې فعالیدا د سټاکهم لپاره  څه دپاسه  شل میلیارډ ډالري لګښتونه  درلودلي دي.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې سکرټریټ  هم اعلان کړی چې راتلونکي اونۍ په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاویو داقداماتو د ارزونې په موخې سره  د عربستان په جده ښار کې  ددغې موسیسې بیړنۍ غونډه ترسره کیږي.په عین حال کې په عراق کې د نړۍ د یوه ستر دیني مرجع  آیت ا... العظمی سید علی  سیستاني  په یوې اعلامیې  کې د سویډ دپولیسو په مجوز سره  دقرآن کریم  د سپکاوي  په باب د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته  دیوه پیغام په لیږلو سره  وئیلي دي،  د بیان آزادۍ  ته احترام  ددغه شان  شرمؤنکي   چلند لپاره  هیڅ ډول مجوز نشي کیدلی چې په نړۍ کې په نړۍ کې ئې د  څه دپاسه دوه میلیارډ  مسلمانانو  مقدساتو باندې ښکاره تیری  دی او  د غلطو چلندونو او   او د افراطي افکارو  د خوریدا لپاره دیوې مناسبې  فضا درامینځةکیدا سبب  کیږي:::  

https://parstoday.ir/ps/news/world-i135178

captcha