ایکنا له تایلینډ څخه راپور راکړ،د چنګاښ په دیارلسمه نیټه یعني نن د تایلینډ دپارلیمان دمشر د ټانې دستورې ترسره شوې او وان محمد نور ماتا دتایلینډ دپارلیمان د مشر به توګه وټاکل شو.
د هغو ګوندونو په وسیله په ترسره شوو غونډو کې چې د تایلینډ دنوي حکومت د جوړیدا لپاره ئې ائيتلاف کړی ،د اسلامی ګوند Prachachat مشر وان نور ئې د نوی پارلیمان د مشرس لپاره داحتمالی تاکنې په توګه مطرح کړ او بریالی شو دغه څوکۍ وګټي.
هغه له دې مخکې په ۲۰۰۰کال کې هم د دغه هیواد د پارلیمان مشر پاتې شوی دی. دتایلینډ د قانون په اساس هر یو هغه ګوند چې دتایلینډ په عمومي انتخاباتو کې راي وګټي او په انتخاباتو کې بریالی شي، په حکومت کې یوه څوکۍ ځان ته بیلوي ، هغه ګوند چې لازیاتې رائې وګټي ،نو مشر ئې لومړی وزیر کیږي.
ددغه قانون په اساس، په پراچاچټ ګوند چې وان محمد نور ماتا ئې مشر دی ، ددغه هیواد دپارلیمان دمشرۍ څوکۍ ئې وګټله .
وان محمد نورماتا د لومړي ځل لپاهر د اجتماعي چارو په ګوند سره سیاست ته و ارد شو . دملی پارلیمان د مشرۍ او د کانګرس د مشر ، مرستیال لومړی وزیر ، د کورنیو چارو وزیر ، دټرانسپورټ وزیر (دوه پړاوه) او کرهڼې او هوساینې دچارو وزیر په څير مهمې څوکۍ ئې په غاده درلودلي دي .