IQNA

قراني شخصیّتونه/43

په صلیب د عیسی د اوچتولو په باب د قرآن کریم نظر

7:32 - July 13, 2023
د خبر لمبر: 3487618
ایکنا-(تهران) حضرت عیسی مسیح علیه السلام  په قرآن کریم کې یو خاص شخصیّت حسابیږي ،هغه څوک چې پاک دنیا ته راغی او پاک پاتې شو او دخداوندمتعال په نزد کې دی څو په آخرالزمان پړاؤ کې د انسانانو د نجات لپاره ظهور وکړي.

حضرت عیسی مسیح(ع) د خداي تعای یو خاص پیغمبر دی چې ددین اوکتاب خاوند ؤ. هغه  په الهی درګاه کې یو محترم، پاک،نیک  او له نزدې کسانو دی.

عیسی مسیح مور حضرت مریم ده چې دخداي تعالی په حکم سره او له دې پرته چې واده ئې کړی وي، امیندواره شوه او مسیح ئې دنیا ته وزیږاوه. حضرت مریم (ع) دبنی اسرائيلو  د پاچایانو له ویرې خپل بچی مصر ته بوتلو. عیسی کابو دولس کاله پټ ژوند وکړ. وروسته شام ته لاړ او په ؛ناصره ؛نومې ښار کې ئې ژوند وکړ.

حضرت عیسی په دیرش کلنۍ کې د پيغمبرۍ مقام ته ورسید او خداوندمتعال له خوا ئې حکم درلود څو دمسیح دین تبلیغ کړي او خلک دخدای وآخوا ته او سولې ،دوستۍ او  ورورولۍ ته وبلولي.په همدې دلیل یهودیانو ورسه مخالفت وکړ او حتی هڅه ئې وکړه څوهغه ووژني ،خو خدای تعالی دجبرائيل په وسیله هغه بزرګوار ته  نجات ورکړ.

دحضرت عیسی علیه السلام د برخلیک په باب یولړدنظرونو اختلافات موجود دي .په تاریخي کتابونو کې  راغلی دی چې عیسی مسیح(ع) په 33 یا 93 کلنۍ کې وژل شوی  اویا د خداي تعالی په وسیله  آسمان ته  

 له دې وروسته چې حضرت عیسی  مسیح(ع) خلک الهی دین ته دعوت کړل، دیهودو لویان او کاهنانو  له هغه سره مخالفت وکړ او د هغه دنیولو لپاره ئې نقشه جوړه کړه،دوي  د عیسی مسیح دیوه ملګري په مرستې سره وتوانیدل هغه ونیسي او له محاکمې وروسته هغه پانسي کړي تر دې  چې هغه له دنیا لاړشي.

ددغې پيښې په باب  مختلف روایتونو مطرح شوي دي .د یهودیانو او مسحیانو دیني  او تاریخي کتابونه هر یوه دا  په مختلف شکل سره بیان کړی  دی چې پخپلو کې سره ډير توپير لري.

یهودیان باؤري دي چې عیسی مسیح ونیول، محاکمه و شکنجه شو او له شکنجو وروسته له دنیا لاړ.مسیحیان هم باؤري دي عیسی مسیح ونیول ومحاکمه ، او شکنجه شوتر دې چې له دنیا لړ اودفن  شو ،البته  له درو ورځو وروسته ژوندی شو او آسمان ته لاړ او دخداي وند متعال په نزد کې دی.

خود قرآن کریم د آيتونو په اساس،،څوک چې ونیول شو ،د عیسی مسیح په شکل  ؤ،پر دې اساس په تیروتنې سره بل کس محاکمه او شکنجه شو او له دنیا  لاړ.

عیسی مسیح د یهودیانو د نقشې له خبریدا ورسوته ،دخداي تعالی په حکم سره آسمان ته لاړ . پردې اساس عیسی مسیح ژوندی دی او په آځرالزمان کې  بیرته راستنیږي؛ هماغه شان چې په قرآن کریم کې فرمائيل شوي دي  وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا:   او دهغوي دخبرو( د سوچه دروغ خبرو) په سبب  چې مونږ  د خدای نماینده  عیسی  ابن مریم وواژه .په داسې بڼه  کې چې  هغه  ئې نه دی وژلی او په دار ئې نه دی ځړولی ،بلکې  پر دی شکمن شول(په همدې خاطر په دې ګمان ئې یو کس  چې عیسی دی، په دار وځړوه او وې واژه): او هغه کسان چې د هغه په باب ئې اختلاف وکړ،د هغه  د ژ،ند په باب په شک کې دي  او له ګمان او وهم څخه له پیروئ پرته ،هیڅکله په دې پوهه نه دي او هیڅ علم نه لري او یقینا  هغه ئې نه دی وژلی(د نساء سوره =157)

captcha