ایکنا د الفرات نیوزله قوله راپورراکړ،د شیعیانو دتقلید یوه سترمرجع آيت الله شیخ بشیرنجفي پرون په عراق کې د چین له تام الاختیار سفیر کوي وي سره په په نجف اشرف کې لیده کاته وکړل.
د دغه ستر دینی مرجع ددفتر د اعلامیې په اساس، شیخ بشیر نجفي دچین له سفیرسره په کتنې کې د عراق او چین ترمینځ دتاریخي اړیکو او دینونو ته داحترام پر اهمیّت ټينګار وکړ.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،آیت الله نجفي په مختلفو زمینو په تیره بیا په تخنیکي ،سمارټ صنعتي او اقتصادي اړخونو په زمینو کې د دواړو هیوادونو داړیکو په لړ کې د بغداد او بیجینګ ترمینځ په ګډو چارو کې دپرمختګ او دهغو ټولو چارو د ارزونې غوښتنه وکړه چې د دوي د دوو لرغونو قومونو د پخواني تاریخي اړیکو او د دوي د ګټو دلوړتیا سبب کیږي.
په دغې کتنې کې د چین سفیر هم د چین د کلتور په باب د توضیحاتو په وړاندې کولو او ددغه هیواد داساسی قانون په اساس دینونو او کلتورونو ته په لالوړ احترام په ټينګار سره په چیني ژبه د ژباړل شوي قرآن کریم یوه نسخه آيت ا لله بشیر نجفي ته ډالۍ کړه او دا ئې یوه نادره چیني خزانه وبلله.