ایکنا د صدای البلد له قوله راپور راکړ، د مصر د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل،ددرست مصر په جوماتونو کې او د قرآن کریم د سپکاوي کونکو افراطیانو ته په ځواب کې دخلکو په ډيرې زیاتې غوښټې سره د قرآن کریم د محفلونو غوښتې ته ددغه وزارت داهتمام خبر ورکړ.
ټاکل شوې ده ، د جولائي د یویشتمې له جمعې څخه د هرې اوڼۍ په جمعې ورځې ددرست مصر د ښآرونو په جامع جوماتونو کې له جمعې لمانځه وروسته دغه محفلونه ترسره کیږي.
دمصر اوقافو وزارت پخپلې اعلامیې کې وئیلي دي، د مصر په جوماتونو کې د قرآن کریم عمومی محفلونه چې د آسماني کتاب د سپکاوي کونکو په ځواب کې د جولائي په څوارلسمه له مازدیګر لمانځه وروسته په جومات کې ترسره شوې او خلکو ئې پراخ هرکلی وکړ، له همدې امله وټاکل شوه چې د قرآني جمعې ټولنې له دې وروسته د قرآني آیتونو کې د تدبر او د هغو د معنو د درک په موخې سره ترسره شي.
په دغې اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي دي چې په تیرې جمعې ورځې محفل کې د هیوادد مختلفو ښارونو په جوماتونو کې او د څه دپاسه پنځوسو زرو قرآني مینه والو په شتون سره دوه زره څلور سوه یو پنځوس قرآني مخفلونه ترسره شول .
دمصر اوقافو وزارت په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې او د خداي د آسماني کتاب د احترام د رعایتولو د ضرورت د رابرسیره کولو په مقصد روانه اونۍ هم په درست مصر کې قرآني اونۍ اعلان شوې ده او په جوماتونو کې ځانګړي پروګرامونه اجرا شوي دي.