ایکنا د ۲۱عربی چینل له قوله راپور راکړسلوان مومیکا چې څه موده مخکې د قرباني دلوي ا ختر په شپو ورځو کې ئې دسویډ په سټاکهم کې د یوه جومات په وړاندې دالهی آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی ؤ ،ووئيل، د سویډ چارواکو د هغه له ملاتړه شاتګ کړی او د هغه د پناه اخستنې پر دوسیې ئې دغور ګواښ کړی دی.
هغه په ټيک ټاک کې پخپل اکاؤنټ کې لیکلی دي ،د سویډ چارواکو له هغه دملاتړ په درولو سره ،هغه د اور لمبو ته پریښودلی دی او د پولیسو له لارې ئې ورڅخه غوښتي دي ،په مسلمانانو نیوکې او اعتراضونه دې ودروي.
مومیکا دسویډ د چارواکو له خوا د هغه د پناه اخستونکی دوسیې د پرانیستو او ارزونې باندې دهغه ګواښل کیدا ته په اشارې سره ووئيل، پولیسو هڅه کړې ،زه د ملاتړ د ترلاسه کولو په مقابل کې یو غیر قانونی سند لاسلیک کړم. زه اوس په یوه ناامنه ځای کې یم او له مخکې ساتونکي ځایه ویستل شوی یم.
هغه ټينګار کړی دی ،له یوه پلوه له اسلامی هیوادونو دځينو کسانو له خوا په وژلو ګواښل شوی یم او زما دژوند او سلامتیا مسئولیّت د سویډ دچارواکو په غاړه دی.
د وئيلو ده چې دقرباني د لوي اختر په موقعه د سلوان مومیکا له خوا د قرآن کریم سوځولو په درستې نړۍ کې د مسلمانانو پراخ غبرګونونه او غوسه راپارولې ده او هغه له سختو محکومیّتونو سره سره ،دوه ورځې مخې په سویډ کې د عراق د سفارت په وړاندې د عراق د بیرغ او دقرآن کریم د بیا سوځولو لپاره خپل نیّت اعلان کړی دی.