ایکنا د Morning Express له قوله راپور راکړ، د بیلجیّم اسلامی مرکزونو اتحادئې له خوا د بیلجیّم په عدالت کې د یوې ځاي محکمې د پخوانۍ فیصلې په خلاف اپیل وړاندې کړی ؤ چې عدالت د اسلامی مرکزونو د اتحادئې په حق کې فیصله ورکړه.
دغه اپیل په بیلجیّم کې داسلامی فاؤنډيشن، دالبانیه جوماتونو اتحادئې ، اسلامیک فیډریشن او اسلامیک الائنس د ځای محکمې د فیصلې په خلاف وړاندې کړی ؤ. د بیلجیّم عدالت دځاي محکمې پخوانۍ فیصله د ددیني آزادۍ په ضد وبلله او په یوې نوي فیصلې سره ئې هغه لغوه کړه.
له دې مخکې د فلانډري ځای حکومت د جوماتونو لپاره د نورو هیوادونو له شتمنو کسانو څخه د فنډ په غونډولو باندې پابندي لګولې وه.خو د بیلجیّم عدالت دوروستۍ فیصلې په اساس ، اسلامی مرکزونه اوجوماتونه اوس کولی شي، په لاښه انداز سره په دې اړه کار وکړي.
فلمش (Flemish Region)یا فلانډر د بروکسل او والونی تر ټولومهمه سیمه شمیرل کیږي.