ایکنا د نون عراق خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د حضرت عباس علمدار (ع) دمقدس آستان د حسینی موکبونو اوشعائرو اورګان د هغو موکبونو شمیر چې په محرم الحرام میاشت کې زیارتوالو ته دمختلفو خدماتو په وړاندې کولو کې ګډون کوي، اعلان کړ.
ددغه اورګان مشر عقیل الیاسري له نون سره په خصوصي خبرو کې ووئيل، په کربلا معلی پخوانۍ سیمې په داخل کې او په حسیني او عباسي علیهما السلام په دوو مقدس آستانونو شاخوا کې ددغو موکبونو شمیر کابو شپږو سوو ته رسیږي.
هغه دغه راز ووئيل هغه موکبونه چې د کربلا معلی او د بغداد،نجف اشرف او بابل ولایتونو تریمنځ په ارتباطي لارو او د ښار په بهر سړکونو او کوڅو کې دیره شوي دي، هم کابو یو زر پنځه سوه موکبونو ته رسیږي او دغه راز د کربلا معلی په پخوانۍ برخې کې هم دموکبونوشمیر شپږ سوو ته رسیږي.
الیاسیری ووئيل، دغه موکبونه د محرم په لومړنۍ لسیزې کې حسیني عزادارو ته د خپلې دیره کیدا جغرافیائي سیمې کې هرډول خدمات وړاندې کوي.
د حسینی مقدس آستان خبری سایټ هم د الیاسیري له قوله لیکلي دي، چې په کربلا معلی کې د ویر او ماتم او زنځير وهنې د عزادارۍ دوه سوه هیّتونو ته لازم مجوز ورکړل شوی دی او مقدس آستانونه په دغو شپو ورځو کې له سهار اوو بجو تر شپې مهال دوو بجو پورې په مشخصو وختونو کې د عزادارو د پلاؤ هرډول خدمتونه کوي څو دحضرت امام حسین و حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام مقدس حرمیّنو ته د زیارتوالو په تګ راتګ کې آسانتیاوې وي.